تازه خبرونه
پاکستان پر جوماتونو او مدرسو نه د ترهګرو پر وړاندې عملیات کوي – خواجه آصف
خواجه آصف په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ د پاکستان عملیات د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د تائید شویو مرکزونو پر نښه کولو راڅرخي، چې پر وینا یې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف د سېشنبې پر ورځ هغه هڅې رد کړل، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد عملیات؛ له هغه څه سره پرتله کوي، چې هغه یې “پر جوماتونو او مذهبي مدرسو د هند ناقانونه بریدونه” بولي.
خواجه آصف په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ د پاکستان عملیات د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د تائید شویو مرکزونو پر نښه کولو راڅرخي، چې پر وینا یې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د دې عملیاتو پرتله کول له هغو بریدونو سره، چې هند د بهاولپور او مریدکې پر دیني ځایونو کړي؛ « بشپړ ناسم او د منلو وړ ندي».
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت تل د پاکستان دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د پاکستان ناامني د دوی کورنۍ مسئله ده او هیڅ ډلې ته اجازه نهورکول کېږي، چې د افغانستان له خاورې د نورو پر وړاندې فعالیت وکړي.