تازه خبرونه
پاکستان په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا جوړېدو ملاتړ نکوي ـ اشرف غني
د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن (پنجشنبه د غویي ۲۳ / د کوچني اختر لومړۍ ) له لمانځه وروسته ډاډ څرګند کړ، چې پاکستان په افغانستان کې د اسلامي امارت غوښتونکی ندی.
غني د اختر له لمانځه وروسته طالبانو ته په نغوته کې څرګنده کړې، چې د پاکستان لوی درستیز قمر باجوه پوره ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت بیا رامنځته کېدل پاکستان ته ملي ګټه نلري.
ولسمشر غني زیاته کړې، چې له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د سولې په بهیر کې د ملي اجماع له رامنځته کیدو سره په هېواد کې د جګړې د دوام کومه پلمه پاتې شوې نده. طالبان باید د سولې رامنځته شوی فرصت له لاسه ورنکړي.
د اشرف غني د څرګندونو له مخې؛ د ډیپلوماسۍ نوې پاڼه اړول شوې او طالبان باید په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره د خبرو اترو له لارې فکر وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د جمهوریت لمن او د افغانستان د خلکو غېږه طالبانو ته خلاصه شوې او د ټولنې د ټولو قشرونو له منلو سره دې رښتیني بحث ته راودانګي او د ۴۱ کلن ناورین د پای ته رسېدو لپاره دې په لویه جرګه کې دې ګډون وکړي.
هغه وایي: طالبان باید یو غوراوی ولري؛ ځکه، چې زمونږ هغه د هېواد د ستونزو یوازنۍ حل سیاسي تفاهم او جوړجاړی دی او جګړه نشي کولی ستونزې حل کړي.
ولسمشر له لویدیځ او امریکا سره د ډیپلوماسۍ د نوې پاڼې د اړولو په اړه ویلي: ډاډه اوسئ، چې نړیواله همکاري په ښه او ګټوره توګه تنظیمیږي او د آسیا په زړه کې د افغانستان شتون نور هم مخ پر پیاوړتیا دی.
غني یو ځل بیا پر ټاکنو ټینګار څرګند کړی؛ خو طالبانو تراوسه د نوموړي ټاکنې منلې ندي.
ولسمشر ټینګار کړی، چې په ټاکنو کې به نه دی او نه به یې ملګري نوماندان وي.
دی وایي: جنګونو تر دې دمه د یو میلیارد ډالرو زیان هېواد ته رسولی.
هغه طالبانو ته ویلي: ستاسې پیغام څه دی او ولې ولسوالۍ ویجاړوی؟ تاسې یوه ولسوالي راوښیئ، چې د طالبانو تر بشپړې څارنې لاندې وي او یو څه یې جوړ کړي وي.
اشرف غني د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخندزاده د کوچني اختر د پیغام په ځواب کې ویلي: مولوي صاحب هیبت الله د پیغام له وړاندې کولو مخکې مو باید د دې ملت تاریخ ته یوځل کتلي او بیا مو له خلکو د تسلیمۍ غوښتنه کړې وای!
ولسمشر په ارګ کې د اوربند تر چتر لاندې لمونځ ادا او بیا یې د دښمن مرمۍ ته تڼۍ ونه شلولې او د اختر مبارکي یې وړاندې کړه؛ خو د هغه اوربند په اړه، چې له پای ته رسېدو سره سم د طالبانو د جګړې د بیا پیل کیدو خبرداری ته یو ځل بیا پر روغه جوړه او پخلاینه ټینګار وکړ. په داسې حال کې، چې طالبانو یوازې اختر ولمانځه، خلکو ته یې مبارکي وړاندې کړه؛ خو د سولې، ټاکنو او جوړ جاړي په اړه یې څه ونه ویل.