تازه خبرونه

پاکستان په افغانستان کې له ترهګریزو ګواښونو سره د مبارزې لپاره د امریکا ملګرتیا غواړي – خلیلزاد

عاصم منیر د چارشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ولیدل. دا لومړی ځل دی، چې د امریکا یو ولسمشر د پاکستان د وسلوالو ځواکونو د لوی درستیز کوربتوب کوي.

Published

on

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې د پاکستان د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال عاصم منیر په افغانستان کې له ترهګریزو ګواښونو سره د مبارزې لپاره له امریکا سره نوې همکاري غواړي؛ خو تجربې ښودلې، چې پاکستان د باور وړ ملګری نشي کېدی.

عاصم منیر د چارشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ولیدل. دا لومړی ځل دی، چې د امریکا یو ولسمشر د پاکستان د وسلوالو ځواکونو د لوی درستیز کوربتوب کوي.

خلیلزاد په ایکس پاڼه کې هغو موضوعاتو ته نغوته( اشاره) کړې، چې منیر به د شونې ناستې پرمهال پرې  بحث وکړي.

له دې موضوعاتو څخه یوه دا وه، چې ټرمپ قانع کړي، چې “په افغانستان کې د امریکا د ګټو د ساتنې په ګډون د ترهګرۍ مسله د پاکستان پوځ ته وسپاري.”

دغه راز خلیلزاد ټینګار کړی، چې د پاکستان پوځ د باور وړ ندی؛ ځکه، چې له اوږدې مودې راپدېخوا یې له امریکا سره دوه ګونی لوبه کړې ده.

هغه لیکلي: “ولسمشر ټرمپ پوهیږي، چې د پاکستان پوځ له اوږدې مودې راپدېخوا له مونږ سره دوه ګوني معیارونه لوبوي. په افغانستان کې زمونږ د شتون پرمهال پاکستان زمونږ مرستې کارولې. په داسې حال کې هغو کسانو ته یې پناه ورکړې وه او ملاتړ یې کاوه، چې زمونږ پر ځواکونو یې بریدونه کول. دغه راز د سپتمبر له یوولسمې وروسته د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د پاکستان پوځ د غوراوي له مخې زمونږ او د القاعده ترهګرو سره مرسته وکړه. مونږ بن لادن چیرته وموند؟ په پاکستان کې په اسانۍ سره، د پاکستان پوځي تاسیساتو ته نږدې. همدارنګه پاکستان اوس هم ډاکټر افریدي بندي ساتلی، چې د بن لادن په موندلو او وژلو کې یې له زمونږ سره مرسته کړې وه.”

خلیلزاد په پای کې وایي: “جنرال عاصم منیر د باور وړ ندی.”

په داسې حال کې، چې ټرمپ وايي؛ هغه له منیر سره د ایران په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې کړي، چې پاکستان د ایران په اړه تر بل هر چا ښه پوهیږي.

Trending

Exit mobile version