تازه خبرونه

پر افغانستان د نړیوالې ټولنې بندیزونه به داعش پیاوړی کړي – سهیل شاهین

Published

on

اسلامي امارت خبرداری ورکوي، چې پر افغانستان د نړیوالې ټولنې د بندیزونو دوام به داعش پیاوړی کړي.

په افغانستان کې د داعش د فعالیت پراخیدو په اړه له اندېښنو وروسته سهیل شاهین یورو نیوز ته خپله اندېښنه په ډاګه کړې او خبرداری ورکوي، چې که پر افغانستان د نړیوالې ټولنې بندیزونه روان وساتل شي؛ نو ورسره به داعش پیاوړی شي.

سهیل شاهین، چې اسلامي امارت ملګرو ملتونو ته د افغانستان د استازي په توګه ټاکلي له یورونیوز سره په مرکه کې زیاته کړې، چې د امریکا لخوا د افغانستان د شتمنیو کنګل کولو فقر ډېر او اقتصاد زیانمن کړی او د داعش د جلب او جذب لپاره یې زمینه برابره کړې ده.

نوموړی وایي: بندیزونه د بېوزلۍ د رامنځته کېدو او په هېواد کې د اوسني بشري ناورین د زیاتېدو لامل کېږي، چې د داعش د ځواکونو د استخدام لپاره زمینه برابروي او له دې وضعیت څخه دوی ګټه پورته کوي.

په هېواد کې وروستیو پرمختګونو او په افغانستان کې د داعش خراسانۍ څانګې د پراخېدو آوازو روسیه او د منځنۍ آسیا هېوادونه په ځانګړي توګه تاجکستان اړ کړي، چې له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې ګډې پوځي روزنیزې هڅې وکړي. ازبکستان او قزاقستان هم په دې وروستیو کې د بریک په سرحدي ښارګوټي کې ګډ پېنځه ورځني پوځي روزنه ترسره کړې ده.

د ازبکستان د دفاع وزارت ډاګه کړې؛ د دواړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې د وسلوالو ډلو د کشف او شنډ لپاره له سل ډېرو پوځیانو په ګډه پوځي روزنه ولیدله. په دې پوځي روزنه کې پر زغره والو موټرو او پوځي تجهیزاتو سربېره، جنګي الوتکې او پوځي چورلکې هم وکارول شوې.

پوځي شنونکي جنرال ثمر سادات ویلي؛ په افغانستان کې د تروریستي پروژو ایجنټان د ګاونډ هېوادونو او نړۍ د استخباراتو لخوا لوی ښودل کیږي، چې پر پښو ودرېږي او هڅې ترسره کړي.

د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزارت لوی درستیز له الجزیرې سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې نوی افغان پوځ به په هېواد کې ثبات ټينګ کړي او دا پوځ به پر بهرنیو مرستو تکیه نکوي.

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین بدخشانی وایي: زمونږ تازه دمي ځواکونه د خلکو، جریانونو او ګوندونو دي او د اسلامي عقیدې له مخې د افغانستان د ساتنې لپاره چمتو شوي دي.

په همدې حال کې د اسلامي امارت او امریکا استازیو نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د خبرو نوی پړاو پیل کړی، چې له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو د له منځه وړلو په اړه خبرې اترې یې د اجنډا یوه برخه ده.

Trending

Exit mobile version