نړۍ

پر تل‌ابیب له برید یوه ورځ وروست اسرائیلو په یمن کې د حوثيانو مرکزونه بمبارد کړل

سخنگوی اردوی اسرائیل گفت که این بندر توسط حوثی‌ها برای دریافت محموله های تسلیحاتی از ایران استفاده شده است.

Published

on

په تل ابیب کې د حوثيانو له برید یوه ورځ وروسته اسرائیلي جنګي الوتکو د یمن حدیده بندر ته څېرمه د حوثيانو پر مرکزونو بریدونه وکړل، چې لږ تر لږه درې کسان یې ووژل او ۸۷ نور ټپیان شول.

المسیره ټلویزیوني کانال د یمن د روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې ویلي؛ په دغو هوایي بریدونو د تېلو تاسیسات او د برښنا یوه دستګاه پر نښه شوي او اور پرې لګېدلی دی.

د حديده بندر اوسېدونکیو رويټرز ته ويلي، چې د بمبارډ پر مهال په ټول ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي او المسيره ټلويزيون ويلي؛ ملکي دفاعي ځواکونه او اور‌وژونکي هڅه کوي، چې د بندر د تېلو په ټانکونو کې د اورلګېدنې مخه ونیسي.

د اسرائیلو د پوځ ویاند ویلي، دغه بندر حوثيانو له ایران څخه د وسلو د رالېږدولو لپاره کاروه.

اسرائیل له برید مخکې خپلو متحدینو ته خبر ورکړی و. د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ، چې برید اف – ۱۵ جنګي الوتکو ترسره کړی او هرڅوک په خوندي توګه بېرته راستانه شوي دي.

د حوثيانو عالي سیاسي شورا ویلي، چې دې بریدونو ته به اغېزمن ځواب ورکړي.

د حوثیانو د پوځ ویاند یحیی سريع زیاته کړې: حوثيان به د اسرائیلي دښمنو پر مهمو اهدافو له بر ډډه ونکړي.

پر یمن برید، چې د اسرائیلي چارواکو پر وینا د حوثيانو له‌خوا پر اسرائیلو له ۲۰۰ څخه د ډېرو بریدونو وروسته تر سره شوی او دا اندېښنې یې راپارولي، چې د غزې جګړه به سیمه‌ییزه کړي.

د اسرائیلو دفاع وزیر یوآو ګالانټ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې: اوس‌مهال په حدیده کې اور لګیدلی اور په ټول منځني ختیځ کې لیدل کیږي او ارزښت یې څرګند دی.

هغه زیاته کړه: حوثيانو پر مونږ له ۲۰۰ ډېر بریدونه کړي دي. لومړی ځل، چې دوی یو اسرائیلي وګړی زیانمن کړ؛ مونږ پرې برید وکړ.

د جمعې پر ورځ د ایران د جوړې شوې بې پیلوټه الوتکې پر مټ له یمن څخه د تل ابیب پر مرکز برید وشو، چې حوثيانو یې د برید ادعا وکړه.

په دې برید کې یو کس ووژل شو او څلور نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version