سیمه ییز خبرونه

پر هرمز تنګي هوکړه شوې؛ له ایران سره اټومي خبرې دوشنبه پیلېږي ــ ټرمپ

ټرمپ ویلي، ټاکل شوې، چې د امریکا او ایران ترمنځ اټومي خبرې د دوشنبې پر ورځ پیل شي او دا خبرې به د ایران پر اټومي بې‌وسلې کېدا راوڅرخیږي.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د هرمز تنګي د وضعیت په اړه هوکړه شوې او هیله یې څرګنده کړې، چې د ایران پر اټومي پروګرام به هم هوکړې ته ورسېږي.

ټرمپ ویلي، ټاکل شوې، چې د امریکا او ایران ترمنځ اټومي خبرې د دوشنبې پر ورځ پیل شي او دا خبرې به د ایران پر اټومي بې‌وسلې کېدا راوڅرخیږي.

هغه دا ادعا هم کړې، چې هغه برید یې لغوه کړی و، چې پر وینا یې« له دوه‌یمې نړیوالې جګړې راپدېخوا تر ټولو ستر برید» و.

د ټرمپ د څرګندونو له مخې؛ دا پرېکړه له هغې وروسته شوې، چې د فارس خلیج د سیمې یو شمېر مهمو متحدانو له واشنګټنه وغوښتل: د پوځي اقدام پر ځای د ډیپلوماسۍ او هوکړې لاره خپله کړي.

د امریکا ولسمشر د هرمز تنګي د هوکړې او له ایران سره د راتلونکو خبرو د چوکاټ په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

دغه راز، ایراني چارواکو تر اوسه د ټرمپ دغو تازه څرګندونو ته رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې په سیمه کې کړکېچ او د هرمز تنګي د بېړیو د تګ راتګ د امنیت او د ایران د اټومي پروګرام د راتلونکي په اړه اندېښنې اوس هم د منځني ختیځ له مهمو امنیتي او سیاسي موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.

Trending

Exit mobile version