سوداگري
په اردن کې د افغانستان په ګډون د منځني ختیځ د سیمهییزفورم کلنۍ ناسته تر سره شوه
د اردن پر کوربتوب د منځني ختیځ د سیمهییزفورم (UIC) د کلني پروګرام په درې ورځنۍ ناسته کې د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال بخت الرحمن شرافت ګډون وکړ.
د ټولګټو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې غونډه کې د غړیو هېوادونو استازو د اوسپنې پټلۍ پر خدمتونو، د معیاري کولو، ډیجیټل کولو او برښنایي کولو په اړه خبرې کړې دي.
همدارنګه په بندرونو کې د سوداګریزو کالیو د لیږد پر چټکتیا، زیاتوالي او د اوسپنې پټلۍ پرمختګ ته پر پاملرنه ټینګار شوی دی.
د غړو هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځول، د نویو دهلیزونو جوړول، د لېږد رالېږد چټکتیا او د بیې راټیټول د خبرو اترو مهم ټکي دي.
د ټولګټو وزارت ویاند ویاند محمد اشرف حق شناس وايي، چې په دې غونډه کې د مخابراتو نوي سیستمونه هم معرفي شوي دي.
د کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ د ټولګټو چارو وزارت هڅه کوي، چې د هېواد په بېلابېلو بندرونو کې د بېخبناوو په ځانګړي ډول د اوسپنې پټلۍ، سړکونو او د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد ټرانسپورټي اسانتیاوې برابرې کړي.
د اقتصادي ډګر یو شمېر نور کارپوهان هم د اوسپنې پټلۍ په غځولو کې پانګونه د هېواد د اقتصاد د ودې او د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د نښلېدا لپاره اړینه بولي.
د هېواد خصوصي سکټور هم په افغانستان کې د صادراتو او سوداګرۍ د ودې لپاره د اوسپنې پټلۍ جوړول اړین بولي او په دې باور دي، چې د اوسپنې پټلۍ پراختیا د اقتصاد په وده او د هېواد د عوایدو په ډېرولو کې پوره اغېز رامنځته کولی شي.