تازه خبرونه
په ارګ کې د سرو زرو باختري خزانه نندارې ته وړاندې شوه
په ارګ کې دچارشنبې پر ورځ( د سلواغې ۲۲) د ولسمشر اشرف غني په امر د افغانستان د سرو زرو باختري خزانه نندارې ته وړاندې شوه، چې نه یوازې افغانستان ته مالي، بلکې معنوی ارزښت هم لري.
د افغانستان دا خزانه د مستند تاریخ یوه روښانه بېلګه ده، چې نړۍ ته د دې ټاټوبي لرغونی تمدن او فرهنګ په ډاګه کوي. په دې باختري خزانه کې ۲۱ زره او شپږ سوه اتلس ټوټې زر دي، چې د جوزجان ولایت په طلا تپه غونډۍ کې له شپږ قبرونو څخه د روسيې نومیالي لرغون پېژندونکي ویکتورسیریانیدي د افغان لرغونپوهانو پر ملاتړ کشف او تر لاسه شول.
د باختري خزانې د موزیم مشر فهیم رحیمي د دې ګام موخه د دې خزانې په تړاو را ټوکېدلې اندېښنې لرې کېدل بولي، او ټینګار کوي، چې دا اثرونه ؛ نه یوازې د افغانستان مالي ملاتړ، بلکې د هېواد معنوي ارزښت هم دي.
د سرو زرو تاج د باختري پېر له یوې ښځې سره دوه زره کاله په قبر کې ښخ و؛ خو د دې تاج د پاڼو په څېر ټوټې اوس هم د هغه مهال ځلاند او فرهنګي تاریخ څرګندوي.
د ملي موزیم د کوشاني دورې موزیم ساتوونکی عبدالبصر کامجو وایي: باختري خزانه د کشف له مهاله په تېرو څلور څلوېښت کلونو کې له خطرونو ډک حالت تېر کړی دی او تر وسه د دې خزانې اثرونه، چې سکې، ښکلې شوې غاړکۍ، قیمتي ډبرې، ملا بند، مډالونه او تاجونه دي؛ د اروپایي او آسیایي هېوادونو په ۲۹ موزیمونو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
د ولسمشرۍ د عامه او ستراتیژیکو اړیکو د ادارې مشر وحید عمر ویلي: له هغې وروسته، چې د افغانستان د باختري خزانې په تړاو اندېښنې ډېرې شوې؛ ولسمشر غوښتنه وکړه، چې د دې تاریخي او لرغونو آثارو د نندارې له لارې یې خلکو ته د خوندیتوب ډاډ ورکړي.
د ډاکټر نجیب الله د حکومت له پېره تر دې دمه دا دوه یم ځل دی، چې په افغانستان کې باختر خزانه نندارې ته وړاندې کیږي؛ خو ځینې سیاستوال وایي، چې باید د دې اثرونو د ثبت د څرنګوالي په اړه حکومت سپیناوی ورکړي.
له دې مخکې د ولسي جرګې مشر ویلي، چې د باختر ګنجینه خوندي نده او باید یوه معتبر هېواد ته ولېږل شي.