روغتيا

په اسلام‌اباد کې افغانستان او پاکستان د ګوزڼ د مخنیوي په اړه غونډه وکړه

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۰, ۱۴۰۲)

په اسلام‌اباد کې د افغانستان او پاکستان د ګوزڼ یا پوليو د له منځه وړلو د پروګرامونو د مسوولينو ترمنځ دوه ورځنۍ سرحدي غونډه  جوړه شوه.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ دغه غونډه، چې پرون (چارشنبه د تلې ۱۹) جوړه شوې، نن به هم روانه وي.

په دې ناسته کې د ملي بېړنیو عملیاتو د مرکز مشر داکتر نیک ولي شاه مومن له تخنیکي ډلې سره ګډون کړی دی.

د افغانستان د روغتیا وزارت ويلي، دغه رسمي غونډه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګوزڼ ویروس د لېږدېدو د مخنیوي د ستراتیژۍ د رامنځته کولو لپاره جوړه شوې ده.

په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ډلو د ګوزڼ ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره د شويو پرمختګونو، ستونزو او پلانونو په اړه خبرې وکړې.

ګډونوالو په دواړو هېوادونو کې د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره پر همغږۍ او  روانو هڅو بحث او خبرې کړې دي.

دوی به د ویروس سره د مبارزې لپاره د ګډ کار کولو لارو چارو باندې هم بحث وکړي.

د پولیو د له منځه وړلو د نړیوال نوښت له مخې سږ کال په افغانستان کې د پولیو شپږ پېښې ثبت شوې دي. په همدې حال کې پاکستان کې سږ کال درې پېښې ثبت شوې دي.

په ټولیزه توګه ګوزڼ یا پولیو له ۵ کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان اغېزمنوي او په هرو ۲۰۰ انتاناتو کې یو یې د نه بدلیدونکي فلج لامل کیږي. په فلج شویو ماشومانو کې له ۵ څخه تر ۱۰ سلنې پورې د تنفسي عضلاتو د نه حرکت له کبله مړه کیږي.

ویل کیږي، چې افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دې، چې ګوزن یا پولیو په کې پوره له منځ وړل شوې نه‌ده.

Trending

Exit mobile version