تازه خبرونه
په اسلام آباد کې د افغانانو په ګډون د ویزو د جعل کارۍ یوه ډله ونیول شوه
جعلي ویزې په ټولیزه توګه په سعودي عربستان کې د کار لپاره کارول کېدې، چې د شبکې نړیوال ابعاد پر ګوته کوي.
د فډرالي تحقیقاتو ادارې (FIA) په اسلامآباد کې د ویزو د جعل کارۍ یوه پېچلې ډله کشف او له منځه وړې، چې سلګونو افغانانو ته یې د جعلي پاکستاني اسنادو پر کارولو بهرنیو هېوادونو ته د کار ویزې ترلاسه کړي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د FIA د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) درې مهم کسان، محمد عالم زیب، آصف خان او هارون رشید نیولي دي، چې افغانانو ته یې سعودي عربستان شاوخوا ۱۰۰ جعلي کاري ویزې په ورکولو کې مهم رول درلود. په دې بهیر کې جعلي پاکستاني پاسپورټونه، د نایجریا ماشین لوستلو وړ پاسپورټونه او جعلي ملي هویت کارتونه (CNICs) کارول شوي وه.
یوازې عالم زیب ۳۱ ویزې، آصف خان څلور ویزې او هارون رشید ۵۸ جعلي ویزې ورکړې دي.
دوه نور کسان محمد اسحاق خان او سید احسان شاه هم د همغږۍ په عملیاتو کې نیول شوي، چې په ټولیزه توګه ۶۹۳ افغانانو ته د اسنادو په ورکولو کې پر مرسته کولو تورن دي. ویل کیږي، چې احسان شاه ۵۸۰ افغانانو ته او اسحاق خان ۲۲ نورو ته اسناد چمتو کړي دي.
د درغلۍ کچه
د لومړنیو موندنو له مخې؛ شاوخوا ۷۰۰ افغانانو د دې شبکې پر کارولو جعلي ویزې او د هویت اسناد ترلاسه کړي دي. FIA د پاسپورټ او د وګړو د ثبت ملي ادارې (نادرا) په څانګو کې د دولتي کارمندانو د احتمالي ښکېلتیا په اړه هم پلټنه کوي.
جعلي ویزې په ټولیزه توګه په سعودي عربستان کې د کار لپاره کارول کېدې، چې د شبکې نړیوال ابعاد پر ګوته کوي.
دا عملیات د FIA د پراخو هڅو یوه برخه ده، چې د انساني قاچاق، ویزې او اسنادو له جعل پورې اړوند جرمونو سره مبارزه کوي. د بېلګې په توګه، په تېر ډسمبر کې د FIA د کډوالۍ افسرانو څو کسان د افغانانو په ګډون پولنډ ته د الوتنې پر مهال له جعلي ویزو سره ونیول.
د سږ کال د پخوانیو ورته عملیاتو پر مهال په پېښور کې هم دوه قاچاق وړونکي د جعلي پاکستانيو پاسپورټونو پر کارولو ایټالیا ته د افغانانو د لېږدولو پر تور او ۱۵ پاسپورټونه او ګرځنده تلیفونونه ورسره ونیول شول.
په لاهور کې ورته تحقیقاتو د FIA د لس کارکوونکو او د سفر د ادارې د شپږ استازو د محاکمې لامل شول، چې د جعلي اسنادو پر کارولو یې سعودي عربستان ته د ۴۱ افغانانو د سفر په کولو کې مرسته کړې وه.
FIA خبرداری ورکړی، چې دا ډول شبکې یوازې یوه ساده درغلي نده، بلکې د ملي امنیت او د پاکستان د کډوالۍ سیسټم اعتبار ته ګواښ هم دی.
دې ادارې ژمنه کړې، چې د پاسپورټ او وګړو د ثبت کارکوونکو پلټنه به چټکه کړي او له خلکو یې غوښتي، چې یوازې د رسمي سرچینو له لارې د ویزو او اسنادو اعتبار وارزوي.