لوبی
په افغانستان فوټسال غوره لیګ کې صداقت او نورزاد لوبډلو سیالۍ وګټلې
مینهوال کولی شي دا سیالۍ په آریانا ټلویزیون ATN کې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه وګوري.
Last Updated on: چنګاښ ۲۵, ۱۴۰۴
په افغانستان فوټسال غوره لیګ کې د سېشنبې پر ورځ دوه لوبډلو بریالۍ سیالۍ ترسره کړې؛ په شپېتمه لوبه کې صداقت افسي زیتون لوبدلې ته ۲ بر ۱ زړهراکښونکې ماتې ورکړه او یوښپېتمه لوبه نورزاد لوبډلې له آریا فورج څخه ۲ د ۱ پر توپیر وګتله.
د چارشنبې پر ورځ به پیروزي پنجشېر د ظاهر اسد افسي پر وړاندې له غرمې وروسته ۳:۳۰ ولوبیږي او امید لوبډله له دیار سنايي سره د مازیګر پر ۵:۴۵ لوبه وکړي.
مینهوال کولی شي دا سیالۍ په آریانا ټلویزیون ATN کې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه وګوري.
