تازه خبرونه
په افغانستان کې دې د ټولو خلکو استازی حکومت جوړ شي ـ ایران
د ایران بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.
د ایرنا خبری آژانس د څرګندونو له مخې؛ د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې: د غونډې د پرمختګونو او د ایران د شتون له کچې پرته مونږ یو اساسی اصل لرو؛ مونږ په افغانستان کې د ثبات او امنیت ترڅنګ د خلکو له سولهییز ژوندانه سره د مرستې په لټه کې هم یوو.
هغه زیاته کړې: مونږ د افغانستان امنیت د ایران امنیت ګڼو او په دې چوکات کې د دې هېواد لپاره د سولې او ثبات د ټینګښت او د یوه داسې حکومت د جوړولو لپاره، چې د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب کوي، د سیمه ییزو میکانیزمونو پر ګټورتیا باور لرو.
ناصر کنعاني زیاته کړې: د ایران ټول دیپلوماتیک حرکتونه په دې چوکات کې تعریف شوي او که مونږ له طالبانو (اسلامي امارت) سره خبرې وکړو؛ مونږ خپل نظر څرګندوو. مونږ د افغانستان ملت ته ژمن یوو او باور لرو، چې هرڅوک باید د یوه ټولګډونه حکومت په جوړولو کې ونډه واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت ته د افغانستان اوسنی حکومت ټولګډونه دی او د ټولو قومونو استازي په کې ونډه لري.
