تازه خبرونه

په افغانستان کې د اوسني حکومت بدیل نشته – عبدالقهار بلخي

Published

on

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تېره اوونۍ له یوې بهرنې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي؛ یو ناکام افغان حکومت د هیچا په ګټه ندی.

عبدالقهار بلخي د چین له دولتي تلویزیون CGTN سره په خبرو کې ویلي، چې د اوسني حکومت بدیل نشته او خلک یې ملاتړ ته اړتیا لري. د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، چې د هر چا لپاره د ګټې ترلاسه کولو حالت رامنځته کړي.

عبدالقهار بلخې څرګنده کړې؛ دا نه یوازې د افغانانو لپاره یو زرین چانس دی، چې خپل ملت ته سوکالي، امنیت او هوساینه رامنځته کړي، بلکې د نړیوالې ټولنې لپاره هم دا یو زرین فرصت دی، چې بالاخره افغانان پرېږدي او دا له ۴۳ کلونو راپدیخوا یې پر اوږو پروت بار؛ پورته او د یو عادي دولت او عادي خلکو په توګه هڅې وکړئ.

بلخي د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه هم ویلي؛ په افغانستان کې د کلتور او دود له مخې ځینې ټولنیز محدودیتونه شته، چې په یوه شپه کې بدلون نشي راوستلی.

هغه ویلي؛ ښځو ته د کار اجازه ورکړ شوې او دا مهال ٩٤ زره مېرمنې د پوهنې په برخه کې کار کوي، چې څلور زره يې د لوړو زدکړو او ١٤زره يې په روغتيايي برخه کې دي.

هغه په ​​ګوته کړې، چې په ټوله نړۍ کې د ځینو قومونو میرمنې، د آفریقا او آمازون په ګډون، مختلف کلتورونه لري، چې ځینې یې جامې نه اغوندي. هیڅوک د دوی د فعالیت په اړه کومه ستونزه نلري بیا هم کله، چې د افغانستان خبره راځي؛ د جامو پر کوډ یې راڅرخي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي؛ ولې اجازه نه راکول کیږي، چې هغه ډول جامې واغوندم، چې زه یې غواړم، لکه څنګه، چې زمونږ ښځې یې غواړي؛ پخپله خوښه جامې واغوندي. ولې مونږ باید د امریکا تقلید وکړو.

Trending

Exit mobile version