تازه خبرونه
په افغانستان کې د داعشیانو شمېر ډېر لږ دی – حکمتیار
د حزب اسلامي مشر ويلي، داعش په افغانستان کې د پام وړ ځواک نهلري او دغه ډله په بریدونو کې ناپوه او له اسلامه بې خبره کسان کاروي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار څرګندوي؛ د داعش په ګډون ترهګرې ډلې په افغانستان کې جغرافیه نهلري او د دغې ډلې بریدونه له افغانستان څخه بهر پلان او تنظیمېږي.
حکمتیار د مرکزي آسیا او روسیې اندېښنو ته، چې د افغانستان له دننه څخه یې پر دغو هېوادونو د احتمالي بریدونو په اړه لري؛ بې ځایه وبللې او له اسلامي امارت څخه یې وغوښتل، چې د افغانستان د دښمنانو د دسیسو د شنډولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
د هغه پر وینا؛ روسیه د افغانستان پر وړاندې د داعش د شتون د مخنیوي لپاره د جبهې جوړول غواړي.
اسلامي امارت بیا وايي، چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی دی او د ګاونډ هېوادونو پر وړاندې ګواښ نه ګڼل کیږي.
په دې وروستیو کې د اسلامي امارت ځواکونو د اتمه حوزې د اړوند سیمې د داعش یو پټنځی له منځه یوړ او په ډاګه شوه، چې ځينې بهرني وګړي یې نیولي هم دي.