تازه خبرونه

په افغانستان کې د غني اداره د سولې یوازنی خنډ دی

Published

on

د طالبانو د خبرو اترو د ډلې مرستیال عباس ستانکزي مسکو ته په خپل سفر کې په ډاګه کړې، چې که ولسمشر غني له واکه لرې شي؛ نو دوی چمتو دي، چې له نوي حکومت سره  کار وکړي.

د ایران تهران ته د ملا عبدالغني برادر پر مشرتابه له سفر وروسته د طالبانو د مرکچي پلاوي ځينې غړي مسکو ته تېره ورځ تللي دي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په مسکو کې ویلي، چې دوی له امریکا سره د ولسمشر غني په رهبرۍ د اوسني جمهوري نظام د پای ته رسولو او نوي اسلامي حکومت پر جوړولو هوکړې ته رسیدلي.

نوموړي څرګنده کړې: په دوحه کې د جمهوري نظام د ختمولو او نوي اسلامي نظام د رامنځته کولو لپاره د سولې خبرې روانې دي. طالبانو له امریکا سره د نوي اسلامي حکومت د رامنځته کولو لپاره هوکړه کړې ده.

شېر محمد عباس ستانکزي ويلي؛ کابل د سولې ته درسېد په لاره کې خنډونه جوړوي او په باور یې ارګ پدې پوهیږي، چې د خبرو له پرمختګ سره یې اوسنی نظام نړیږي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ويلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ولسمشر اشرف غني ته تیلیفوني ډاډ ورکړی، چې له افغانستان سره همکاري پالي او له طالبانو سره د سولې هوکړه به بیا وارزوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ته د جمهوري نظام پایښت سره کرښه ده او په خبرو کې پرې معامله ناشونې ده.

د نړیوالو اړیکو شنونکي ویس ناصري ویلي؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر ټولو افغان سیاستوالو غږ کړی، چې د سولې له دې فرصته مناسبه ګټه پورته کړي.

په حکومتي مرکچي پلاوي کې د جمعیت اسلامي د رهبرۍ غړیستار مراد  پدې باور دی، چې د لنډ مهالې ادارې له جوړیدو پرته په افغانستان کې سوله ناشونې ده.

کارپوهانو څرګنده کړې؛ د کابل او واشنګټن تازه دریځونو او د سیمې هېوادونو ته د طالبانو تازه سفرونو د سولې پر خبرو سیوری غوړولی او له څو ورځې راپدیخوا دا خبرې په ټپه ولاړې دي.

Trending

Exit mobile version