تازه خبرونه
په افغانستان کې د قطر پر همکارۍ د ډیپلوماسۍ روزنیز پروګرام ترسره شو
دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا روزنیز کورس د قطر د یوه باتجربه ډیپلوماټ عمر غانم لهخوا وړاندې شوی دی.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ اندتون(انسټیټیوټ ) د قطر پر همکارۍ د «ډیپلوماسۍ نښلوونکې شبکې» تر سرلیک لاندې یو پېنځه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره کړی دی.
دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا روزنیز کورس د قطر د یوه باتجربه ډیپلوماټ عمر غانم لهخوا وړاندې شوی دی.
په دې پروګرام کې ګډونوالو ته د معاصرې ډیپلوماسۍ بنسټیز مفاهیم، د ډیپلوماټیکو شبکو جوړښت او د ډیجیټلي ډیپلوماسۍ ارزښت وسپړل شو او عمرغانم د بېلابېلو هېوادونو په ډیپلوماټیکو ماموریتونو کې خپلې عملي تجربې ګډونوالو ته وړاندې کړې.
د پروګرام د وروستۍ برخې پر مهال په ځانګړو مراسمو کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د قطر د کابل سفیر او د دې وزارت د ډیپلوماسۍ اندتون رییس د ډیپلوماټانو د مسلکي روزنې او د تجربو د شریکولو پر ارزښت او د هېواد د بهرنۍ پالیسۍ د پیاوړتیا لپاره د دغه راز تخصصي او ګډو پروګرامونو د دوام پر اړتیا ټینګار او څرګندونې وکړې.
د یادونې ده، چې دا روزنیز پړاو د ګډونوالو د مننلیکونو پر وېش پای ته ورسېد.
تازه خبرونه
د ۱۴۰۵ کانکور د مخکښانو ستاینه وشوه
د آزموینو عمومي ادارې رییس عبدالباقي حقاني په دې غونډه کې ویلي؛ دې ادارې تل هڅه کړې، چې د آزموینو بهیر روڼ ترسره شي او هر چاته خپل حق ورسېږي.
د آزموینو عمومي ادارې د اسلامي امارت د یو شمېر لوړپوړو چارواکو په حضور کې د یوې غونډې پر مهال د ۱۴۰۵ل.ل کال د کانکور لس مخکښان وستایل.
د آزموینو عمومي ادارې رییس عبدالباقي حقاني په دې غونډه کې ویلي؛ دې ادارې تل هڅه کړې، چې د آزموینو بهیر روڼ ترسره شي او هر چاته خپل حق ورسېږي.
هغه ټینګار کړی، چې افغانستان هم عصري لوړو زدهکړو او هم دیني زده کړو ته اړتیا لري.
دغه راز د ریاستالوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، چې اسلامي امارت د پوهنې او لوړو زدهکړو د ودې لپاره له خپلو ټولو امکاناتو ګټه اخیستې ده. هغه له محصلانو وغوښتل، چې د هېواد د آبادۍ لپاره ژمن پاتې شي.
د یادونې ده، چې د ۱۴۰۵ل.ل کال کانکور په آزموینه کې شاوخوا ۱۱۷ زره کسانو ګډون کړی و، چې له دې څه باندې ۷۴ زره یې د لوړو زدهکړو بنسټونو ته بریالي شوي دي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت د قطر د پخواني امیر پر مړینه خواخوږي څرګنده کړه
په پیغام کې راغلي، چې اسلامي امارت د الله تعالی له درباره د ارواښاد لپاره د فردوس جنت او د هغه کورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته د جمیل صبر، ستر اجر او زغم غوښتنه کوي.
تازه خبرونه
هند افغان ځوانانو ته زر آنلاین تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي
د دغو بورسونو پروګرام د e-VidyaBharati (e-VB) پروژې په چوکاټ کې د i-Learn پورتل له لارې وړاندې کېږي. ګډونوال کولی شي، چې په مدیریت، سوداګرۍ، کمپیوټر ساینس، هنرونو او نورو څانګو کې د هند په معتبرو پوهنتونونو کې آنلاین زدهکړې وکړي.
د هند حکومت د هند د کلتوري اړیکو شورا(آیسيسيآر) د ۲۰۲۶ ـ ۲۰۲۷ ښوونیز کال لپاره افغان ځوانانو ته زر آنلاین تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي دي.
د دغو بورسونو پروګرام د e-VidyaBharati (e-VB) پروژې په چوکاټ کې د i-Learn پورتل له لارې وړاندې کېږي. ګډونوال کولی شي، چې په مدیریت، سوداګرۍ، کمپیوټر ساینس، هنرونو او نورو څانګو کې د هند په معتبرو پوهنتونونو کې آنلاین زدهکړې وکړي.
د اعلان له مخې، غوښتونکي باید د افغانستان تابعیت ولري، عمر یې د ۱۸ او ۳۵ کلونو ترمنځ وي او خپل غوښتنلیکونه د ۱۴۰۵ل. کال د چنګاښ له څلیریشتمې څخه د وږي تر اوهیمې پورې د i-Learn پورتل له لارې ثبت کړي. د زدهکړو اسناد، تذکره یا معتبر پاسپورټ او انځور هم د نوملیکنې له شرطونو څخه دي.
د پروګرام د تنظیموونکو د څرګندونو له مخې، دغه بورسونه د زدهکړو ټول لګښت، د نوملیکنې فیس، د آزموینو لګښت او د فراغت سند لګښت په بشپړه توګه پر غاړه اخلي. محصلین به په آنلاین ډول درسي سرچینو، ښوونیزو ویډیوګانو او آزموینو ته هم لاسرسی ولري.
د دې پروګرام د تدریس ژبه انګلیسي ده او د غوښتونکو وروستی غوراوی به د اسنادو له ارزونې او په کابل کې د هند سفارت له لوري د هویت له تائید وروسته ترسره شي.
-
سوداگري4 days agoروسیې افغانانو ته په «شمال ـ سویل» نړیوال فورم کې د ګډون بلنه ورکړه
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان روغتیايي نظام او د واکسیناسیون بهیر دې نور هم پیاوړی شي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا پر ایران تازه بریدونه کړي؛ ایران پر کویټ او بحرین توغندیز او بېپیلوټه بریدونه کړي
-
تازه خبرونه4 days agoزرګونو کسانو په کابل کې له شاپور ځدراڼ سره وروستۍ مخه ښه وکړه
-
تازه خبرونه23 hours agoهند افغان ځوانانو ته زر آنلاین تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي
-
نړۍ4 days agoروسیې د ناټو پر تازه پرېکړو سختې نیوکې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد ملګرو ملتونو سرمنشي بنګلهدېشۍ ډیپلوماټه افغانستان ته خپله ځانګړې استازې ونوموله
-
تازه خبرونه4 days agoد جبلالسراج د سمنټو د دوهیمې سترې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې
