تازه خبرونه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکي به له کوره خپل کار کوي

Published

on

ملګرو ملتونو په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې به یې ښځینه کارکوونکي له کوره کار کول روان وساتي؛ خو د کارکوونکیو د کار پر څرنګوالي اوس هم خبرې روانې دي.

د ملګرو ملتونو دغه پرېکړه له هغې یوه میاشت وروسته په ډاګه کیږي، چې د اسلامي امارت د یوه فرمان له مخې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځینه کارکوونکیو پر کار کولو بندیز ولګول شو.

ملګري ملتونه په افغانستان کې شاوخوا ۳۳۰۰ کارکوونکي لري، چې ۴۰۰ یې ښځې دي.

د ملګرو ملتونو په دفترونو کې یوازې د افغانستان پر ښځینه کارکوونکیو بندیز لګېدلی او د دې ادارې ۶۰۰ نړیوالو کارکوونکیو خپل کارونه روان ساتلي دي.

ملګرو ملتونو له دې مخکې ویلي وه، چې د مې میاشتې تر پېنځمې / د غویی تر ۱۵ به په افغانستان کې پخپل ماموریت له سره کتنه وکړي او تر هغه وخته به د دغې ټولنې ښځینه کارکوونکي له کوره کار   ورکړي.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق د جمعې پر ورځ ویلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کار په دریځ کې کوم بدلون نه‌د‌ی راغلی.

هغه زیاته کړې: مونږ کار کوو، چې په دې برخه کې د مناسبو کاري میتودونو په اړه پرېکړه وکړو. دا څرګنده ده، چې مونږ ننګونې لرو؛ ځکه د افغانانو اړتیاوې پراخه دي او مونږ اراده لرو، چې دا اړتیاوې له خنډ پرته پوره کړو.

هغه دا هم ویلي: د روغتیا او تعلیم په برخو کې ملګري ملتونه توانیدلي، چې د ښځو د کار لپاره محدود معافیت ترلاسه کړي.

په هرصورت، هغه یادونه وکړه، چې د ملګرو ملتونو ځینې ادارې ممکن بل ډول چلند وکړي.

Trending

Exit mobile version