تازه خبرونه

په افغانستان کې د نورو هېوادونو پر پرتله د مطالعې کچه ټیټه ده- ستانکزی

Published

on

(Last Updated On: کب ۶, ۱۴۰۲)

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ويلي؛ د هېواد پراختیا او پرمختګ له مطالعې سره تړلی؛ خو په افغانستان کې د نورو هېوادونو پر پرتله د مطالعې کچه ډېره ټیټه ده.

شېرمحمد عباس ستانکزي د یکشنبې پر ورځ په کابل کې د ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د چاپ شویو کتابونو د مخکتنې پر مهال څرګنده کړې: په افغانستان کې د نورو هېوادونو پر پرتله ډېر کم خلک مطاله کوي. ښايي ځينې خلک په دې باور وي، چې دلته ستونزې ډېرې وې، جګړه وه، اقتصاد کمزوری و، خلک د ډوډۍ په لټه کې دي او مطالعې او لوست ته وخت نه‌لري؛ خو دا ستونزې په نورو هېوادونو کې هم شته. که په نورو هېوادونو کې جګړه نه‌وي، لږ تر لږه فقر او بېوسي شته دی.

د شېرمحمد ستانکزي د څرګندونو له مخې؛ اوس په هېواد کې امنیت خوندي دی او ملوک‌الوایفي نشته. ځوانان باید د اسلامي نظام تر سیوري لاندې زده‌کړې وکړي؛ ځکه له مطالعې پرته بریا  ترلاسه کېدی نه‌شي.

د اسلامي امارت دغه چارواکي د هېواد په پراختیا او پرمختګ کې د ځوانانو رول مهم وباله او زیاتوي؛ ځوانان باید د مطالعې او څېړنې له لارې پر ځان‌بسیا شي.

ستانکزي ویلي: که ځوانان له کتاب لوستلو او کتابونو سره مینه پیدا کړي؛ ان شاالله ډېر ژر به ټولنه له ستونزو څخه خلاصه شي. مونږ افغانان د جګړې په ډګر کې ماشاءالله نظیر نه‌لرو؛ مونږ ډېر پرمختګونه لرو؛ دا ویاړ او عزت بل څوک نه‌لري. مونږ هڅه کوو، چې نړۍ ته ووایو؛ د اسلامي امارت له جوړیدو سره په افغانستان کې سوله او امنیت راغلی. نوره جګړه او ملوک‌الطوایفي نه‌شته؛ چور او چپاول نه‌شته؛ دا یو اسلامي او شرعي نظام دی.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال دا هم ویلي، چې اوسمهال ډېر کتابونه له نورو هېوادونو واردېږي او د هېواد علمي او څېړنیز بنسټونه او لیکوالان باید هڅه وکړي، چې کتابونه پخپله ولولي او ځوانانو ته یې ورسوي.

​د یادونې ده، چې په کابل کې د ١٤٠٢ لمریز لېږدیز کال د چاپ شويو کتابونو د مخکتنې پروګرام  د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بيهقي خپروندیې ټولنې او د نشراتو مرستیالۍ  جوړ کړی و.

Trending

Exit mobile version