تازه خبرونه
په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له کبله ۵۴۰ کسان مړه شوي – م.م
ملګرو ملتونو ويلي؛ د افغانستان په ګڼو ولایتونو په ځانګړي توګه په بغلان، غور او فاریاب ولایتونو کې سیلابونو خلکو ته تر ټولو ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
په مخ پر ودې هېوادونو کې د اقليمي بحران د اغېزو د څېړلو اداره څرګندوي، چې د دغو سېلابونو له کبله درې زره کورونه بشپړه ويجاړ شوي او ۵۴۰ کسان مړه یې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د اقلیم د بحران د اغېزو ارزونې دفتر استازې ماریا لوپز وایي: تېره اوونۍ مونږ په ټوله نړۍ کې د خطرناکو سیلابونو شاهدان وو، چې ګڼو خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. په افغانستان کې ۵۴۰ کسان مړه شوي او ۳ زره کورونه بشپړه ویجاړ دي.
د افغانستان د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ ويلي، چې د سیلابونو په پایله کې سلګونه کسان وژل شوي، زرګونه کورونه ویجاړ شوي او دې سیلاب یو بشري ناورین رامنځته کړی دی.
دغه راز د رییس الوزرا د اقتصاد مرستیال له دفتره يو پلاوى غور ولايت ته تللى، چې د سيمهیيزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ زيانمنو ته يې بېړنۍ مرستې لکه خوراکي توکي، درمل او لنډمهاله سرپناوې رسولې دي.
د غور والي وياند ويلي، په دې ولايت کې د سېلابونو د قربانيانو شمېر ٥٥ کسانو ته رسېدلى او د استوګنې درې زره کورونه یې بشپړ او زرګونه نور څه نا څه ويجاړ کړي دي.
د افغانستان د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ ويلي؛ د سیلابونو په پایله کې سلګونه کسان وژل شوي، زرګونه کورونه ویجاړ شوي او دغه سیلاب د یوه بشري ناورین لامل شوی دی.
دغه راز دې دفتر له هغو هېوادونو او نړیوالو ټولنو مننه کړې، چې د افغانستان له خلکو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او له سیلاب ځپلیو سره یې مرستې کړې دي.
په افغانستان او په ځانګړې توګه په بغلان، غور او فاریاب ولایتونو کې وروستي سیلابونه دا په ډاګه کوي، چې افغانستان د اقلیم د بدلون له کبله زیات زیانمن شوی او د نړیوالې ټولنې اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري.