تازه خبرونه

په افغانستان کې د ښځو حقونه د شریعت له مخې خوندي دي – ذبیح‌الله مجاهد

ذبیح‌الله مجاهد آریانانیوز ته ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د شریعت له مخې خوندي شوي دي.

Published

on

 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په اسلام‌آباد کې د اسلامي همکارۍ ټولنې د ښځو چارو وزیرانو د نهمې غونډې په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي هېوادونو او مسلمانانو د هوساینې لپاره د دې ټولنې هڅې د ملاتړ او ستاینې وړ دي.

ذبیح‌الله مجاهد آریانانیوز ته ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د شریعت له مخې خوندي شوي دي.

هغه ویلي؛ اسلامي همکارۍ ټولنه د خپل اسلامي ارزښت له مخې؛ هغو حقونو ته پاملرنه کوي، چې اسلام ښځو ته ټاکلي دي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې؛ اسلامي امارت ځان مکلف ګڼي، چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه او اړتیاوې برابرې کړي.

هغه زیاته کړې: افغانستان نه‌شي کولی د نورو ټولنو او بنسټونو د غوښتنو یا هغو ارزښتونو پر بنسټ، چې د ده پر وینا له لویدیځ فرهنګ سره تړاو لري؛ د ښځو لپاره هغه حقونه وټاکي، چې د شریعت له نظره د منلو وړ نه‌‌دي.

مجاهد ویلي، چې اسلامي امارت د اسلامي عالمانو له‌خوا اداره کېږي او د ده پر وینا؛ دغه عالمان د اسلامي احکامو او حقونو په اړه ښه پوهه لري. هغه ډاډ څرګند کړ، چې په افغانستان کې ښځې له خپلو شرعي حقونو برخمنې دي.

Trending

Exit mobile version