تازه خبرونه

په افغانستان کې د کانونود پراختیا په اړه د امریکا پروګرام د پراخ فساد له کبله ناکام شو -سیګار

Published

on

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پلټنې ځانګړې اداره یا سیګار په یوه نوي راپورکې ویلي، چې د افغانستان د کانونو په اړه د امریکا د ظرفیتونو د پراختیا او استخراج پروګرام د فساد له کبله ناکام شو.

د دغې ادارې د څرګندونو له مخې، له ۲۰۰۲ ز. کال راپدیخوا امریکا د افغانستان د کانونو په سکتور کې د پانګونې د راجلبولو لپاره له ۹۶۲ میلیون  دالرو ډېرې پیسې لګولي دي.

د سیګار د راپور له مخې؛ د امریکا حکومت له ۱۷ کلونو هڅواو میلیونونه دالروپانګونې وروسته هم ونه توانیده، چې د افغانستان د کانونو د پراختیا پروړاندې شته ننګونې حل او په دې برخه کې یې لاسته راوړنې بی رنګه او بي دوامه شوې.

د سیګار په راپور کې راغلي: امریکا هیله درلوده، چې پخوانی حکومت به وکولی شي د کانونو له استخراج  سره پر بهرنیو مرستو د افغان حکومت  اتکا  کمه کړي او د افغانستان حکومت خپل اقتصادي پروګرامونه له همدې عوایدو تامین کړي؛ خو امریکا په دې کې پاتې راغله. 

د سیګار په راپور کې همداراز د تېرو حکومتونو ولسمشرانو د نیمګړتیاوو یادونه هم شوې، چې حامد کرزی او غني د فساد او د کانونو د غیرقانوني استخراج  او په افغانستان کې له کانونو څخه د استفادې لپاره اساسي  پلانونه نلرل؛ نو دا بهیر یې له ناکامیدو سره مخ کړ. 

په راپور کې راغلي: تېر حکومت او د هغه لویدیځو متحدینو باید د کانونو د پراختیا لپاره بهرني شرکتونه د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره هڅولي وای او همدازار يي د امنیت لپاره هڅې کړې وای، چې له دې سره د پانګونې امکان ډېریده؛ خو له بده مرغه دا کار ونشو.

د چینايي کمپنۍ MCC مسوولینو، چې په ۲۰۰۷ کال کې یې د عینک د مسو کان د استخراج قرارداد ګټلی و، په تېر سپتمبر میاشت کې یې یوځل بیا ژمنه وکړه، چې د دغه سترکان د استخراج چارې به پیل کړي؛ خو د کار د پیل لپاره یې د قیقه نېټه نده په ډا ګه کړې.

د هېواد خصوصي سکتورهم  تر ډېره د سیګار خبر دقیق بولي او زیاتوي، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له راتلو سره د کانونو په سکتور کې د پانګونې بهیر روڼ او چټک مخ پر وده روان دی.

د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وایي: د افغانستان په اقتصاد کې د کانونو استخراج او پروسس مهم او اساسي رول لري؛ په جمهوریت کې لکه څنګه، چې دې لوی اقتصادي سکتورته پکار وه هغه سي پاملرنه ونشوه؛ خو اوس باوري یم، چې دا هېواد به د کانونو په اړه د اقتصادي بحران په مدیریت کې مهم رول ولوبوي.

 د اقتصادي چارو کارپوهان هم پدې باور دي، چې په تېرو دوه لسیزو کې نړیوالو او د افغانستان حکومت دې سکتورته لازمه پاملرنه ونکړه او یايې و نشوه کولی.

د اقتصادي چارو شنونکي شبیر بشیري ویلي: د سیګار راپور او هغه فکتورونه، چې یادونه یې کړي؛ ټول د قیق دي. په تېر حکومت کې هیچا دې ستر اقتصادي سکتور لپاره کار ونکړ کنه افغانستان اقتصادي ځان بسیاینې ته رسیده او همداراز به د نړیوالو پر اوږو هم بار نه وای.

د سیګار په راپور کې پر سوداګرۍ وزارت او د امریکا پر نړیوالې پراختیايي ادارې نیوکه شوې، چې د افغانستان د کانونو د پراختیايي پروژو اغېزمنه څارنه نه کېده او ننګونو ته پر پاملرنه هم عملي کېدې. سیګار وايي، دغو پروګرامونو له امریکايي پانګونې سره  سره خپل هیڅ هدف ندی ترلاسه کړی.

Trending

Exit mobile version