تازه خبرونه

په افغانستان کې د ګوزڼ پېښې ۱۹ ته ورسېدې – د روغتیا نړیواله ټولنه

د روغتیا نړیوالې ټولنې د ختیځې مډیټرانې سیمې د تازه راپور له مخې؛ نوې پېښې په هرات، پکتیکا او کندهار ولایتونو کې ثبت شوې دي.

Published

on

د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي، چې د ګوزڼ د لومړي ډول د ویروس د څلورو نویو پېښو له ثبتېدا سره په افغانستان کې د ۲۰۲۶ز. کال له پیل راپدېخوا د دې ناروغۍ د تائید شویو پېښو ټول شمېر ۱۹ ته رسېدلی دی.

د روغتیا نړیوالې ټولنې د ختیځې مډیټرانې سیمې د تازه راپور له مخې؛ نوې پېښې په هرات، پکتیکا او کندهار ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د هرات په شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو کې دوه پېښې ثبت شوې دي. په داسې حال کې، چې د پکتیکا په ډیله او د کندهار په ارغستان ولسوالیو کې هم یوه – یوه نوې پېښه ثبت شوې ده.

د دې ټولنې په راپور کې ویل شوي، چې د روان کال د اګست تر شپاړلسمې د ختیځې مډیټرانې په سیمه کې د ګوزڼ یا پولیو د لومړي ډول ۲۲ پېښې تائید شوې، چې ۱۹ یې په افغانستان او درې نورې په پاکستان کې ثبت شوې دي.

افغانستان په ۲۰۲۵ز.کال کې د ګوزڼ ۲۱ پېښې او پاکستان ۳۱ پېښې ثبت کړې وې.

د چاپېریالي څارنې پایلې هم ښيي، چې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ویروس اوس هم په خپرېدو دی.

د روغتیا نړیوالې ټولنې د راپور له مخې، سږ کال تر دې دمه په افغانستان کې د چاپېریال ۵۸ مثبتې نمونې او په پاکستان کې ۱۱۸ مثبتې نمونې ثبت شوې دي.

افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې د ګوزڼ وحشي ویروس په کې شتون لري.

Trending

Exit mobile version