تازه خبرونه

په افغانستان کې له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا کرونا ویروس ۹ کسان مړه کړي

Published

on

د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ په هېواد کې له کرونا ویروسه درې کسان په بلخ، ډوه ـ دوه په هرات، سمنګان او کندوز ولایتونو کې مړه شوي او ۱۷۸ نور د هېواد له بېلابېلو روغتونونو کورونو ته رخصت شوي دي.  

د دوی د څرګندونو له مخې؛ له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په هېواد کې  ۹۱۵ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ۴۲۳  یې د کابل، ۲۰۱ د هرات، ۱۱۶ د بلخ، ۲۹ د کندوز، ۲۳ د کونړ، ۲۱ د کندهار، ۲۱ د فراه، ۲۱ د سرپل، ۲۰ د هلمند، ۱۵ د سمنګان، ۱۱ د پکتیا، ۷ د ننګرهار، ۴ د میدان وردک او ۳ نور د لغمان ولایتونو دي.  

له دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۸۹۶۹ ته پورته شو.

د وروستیو څرګندونو له مخې؛ په هېواد کې له کرونا ویروسه ۳۰۹ کسان مړه شوي او ۱۷۶۳ نور رغیدلي دي.

یو ځل بیا هم، د روغتیا وزارت ټینګار کوي چې د کرونا رنځ سره مبارزه، خلکو پورې اړه لري؛ د دې آفت پر وړاندې هر ډول سرغړونه به د جدي ناورین رامل وګرځي.

په همدې حال کې، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، افغانستان د کورونا وبا له امله په بدترین حالت کې دی. نوموړي خپل فیسبوک کې وویل، نیمه کورنۍ او د دفتر غړي یې پر کرونا وېروس اخته شوي دي. ښاغلي صالح درې ورځې وړاندې په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، په افغانستان کې د کرونا وېروس بحران لا خپل اوج ته نه دی رسېدلی او پر خلکو یې غږ کړی چې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پام وکړي.

Trending

Exit mobile version