تازه خبرونه
په افغانستان کې له ۴۰۰ څخه ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي
دې بنسټونو په یوه نوي راپور کې ویلي، چې د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د دغو روغتیایي مرکزونو له ځنډېدو یا تړلو وروسته له درې میلیون ډېر خلک روغتیا خدماتو ته له لاسرسي بې برخې شوي دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې او د هغې ملګری بنست «د روغتیا نړیوال کلسټر» وایي، چې په افغانستان کې ۴۲۲ روغتیايي مرکزونه د امریکا د مالي مرستو له بندېدو وروسته تړل شوي دي.
دې بنسټونو په یوه نوي راپور کې ویلي، چې د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د دغو روغتیایي مرکزونو له ځنډېدو یا تړلو وروسته له درې میلیون ډېر خلک روغتیا خدماتو ته له لاسرسي بې برخې شوي دي.
د روغتیا نړیواله ټولنه او د هغې ملګری بنسټ، چې له څو نړیوالو بنسټونو جوړه شوې په خپل راپور کې زیاتوي؛ د امریکا د حکومت امر، چې افغانستان ته بشري مرستې بشپړې ځنډوي؛ اړینو او ژوند ژغورونکو روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي په اړه یې پراخه منفي اغېزې کړې دي.
دا پرېکړه په جنوري کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرائیوي فرمان له صادرېدو وروسته وشوه، چې ورسره د دې هېواد ټولې بهرنۍ مرستې وځنډېدې. هغه په هغه وخت کې ویلي وه، چې د دوی بیوروکراسي له امریکایي ګټو سره سمه نده.
نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی: د افغانستان روغتیایي سیسټم، چې د لسیزو جګړو له کبله کمزوری شوی؛ اوس د امریکا د مالي مرستو له ځنډېدو وروسته له سخت بحران سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق هم د جون په لومړیو کې اعلان وکړ؛ شاوخوا ۶.۳ میلیون خلک، چې ډېری یې ښځې او نجونې دي د بودجې د کمښت له کبله به په افغانستان کې اساسي او حیاتي روغتیایي پاملرنې ته لاسرسی له لاسه ورکړي.
دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) هم خبرداری ورکړی، چې که د بودجې کمښت همداسې روان وي؛ نو د ۲۰۲۵ کال تر پایه به په افغانستان کې له ۱۹۰۰ څخه ډېر روغتیایي مرکزونه وتړل شي.
