سوداگري
په افغانستان کې پر سړو خونو د پانګونې پېنځه کلنه مالیه وبښل شوه
دا پریکړه د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ په اقتصادي کمیسیون کې تصویب شوې ده.
هغه پانګه اچوونکي، چې په هېواد کې د سړو خونو پر جوړولو پانګونه کوي؛ د پېنځه کلونو لپاره به د مالیې له ورکولو څخه به وښل شي.
دا پریکړه د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ په اقتصادي کمیسیون کې تصویب شوې ده.
اقتصادي کمیسیون اعلان ویلي، چې د معیاري سړو خونو د تاسیساتو نشتوالی، د ګاونډ هېوادونو موسمي تعرفې او د سوداګرۍ پر لویو لارو محدودیتونو د افغانستان کرنیز محصولات او بزګران له درندو مالي زیانونو سره مخ کړي دي.
له دې معافیت موخه دا ده، چې پانګه اچوونکي په هېواد کې معیاري سړې خونې جوړې کړي، چې د کرنیزو محصولاتو له حاصلاتو راټولولو وروسته د ورپېښو زیانونو مخه ونیول شي او بزګران خپل محصولات پر ښه بیه بازار ته وړاندې کړي.
دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې، چې ډېری افغان بزګران د سمبالو سړو خونو د تاسیساتو نشتوالی له لویو ستونزو څخه ګڼي او تل یې له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د پانګونې له ملاتړ او راجلبولو سره د افغانستان د کرنې سکټور د ودې او پراختیا لپاره بنسټونه چمتو کړي.
ویل کیږي، چې د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په ځمکو کې د سړې خونې او فابریکې د جوړولو طرحه تصویب شو.