تازه خبرونه

په افغانستان کې ۲.۴ میلیون افغانان له معلولیته کړیږي – اوچا

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۲, ۱۴۰۲

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، اوسمهال په افغانستان کې ۲ اعشاریه ۴  میلیون وګړي له معلولیت سره مخ دي.

دغې ادارې تویت کړی، چې په افغانستان کې روان بشري ناورین په نامتناسبې بڼې پر معلولیت لرونکیو وګړیو اغېز کړی دی.

اوچا ویلي: همدا اوس په افغانستان کې ۲.۴ میلیون معلولین ژوند کوي. مرستندویه ټولنې پلان لري، چې له دوه میلیون خلکو سره مرسته وکړي. د معلولیت لرونکیو خلکو د ملاتړ لپاره دا بنسټ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا د راپور له مخې، په افغانستان کې د ۲۸ اعشاریه ۳ میلیون اړو خلکو ۱۵ سلنه هغه کورنۍ دي، چې غړي یې معلولیت لري.

په افغانستان کې د پرلپسې څو لسیزو جګړو له کبله دا هېواد په نړۍ کې د چاودېدونکیو توکو د ککړتیا تر ټولو لوړه کچه او په خپلو ځمکو کې تر ټولو زیات ماینونه او ناچاوده توکي لري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د روان کال د فبرورۍ پر ٢٧ ويلي وه، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې د ناچاودو توکو د له منځه وړلو، د ماينونو پاکولو او د خطرونو د ارزونې لپاره شاوخوا ۱۸ اعشاریه ۳ ميليون دالرو ته اړتيا ده.

 

Trending

Exit mobile version