تازه خبرونه

په افغانستان کې ۴۰ سلنه رسنۍ او ۸۰ سلنه ښځینه خبریالان له کاره بې برخې شوي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱, ۱۴۰۰)

د بې پولې خبريالانو (آر تس تف) او د افغانستان آزادو خبريالانو ټولنې (ای آی جی ای) د سروې له مخې؛ کابل ته د اسلامي امارت له بیا راتګ او واکمنېدو وروسته د رسنيو په خپرونو کې بنسټيز بدلون رامنځته شو.

د بې پولې خبریالانو د اوبپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د اګست له ۱۵ راپدیخوا په ټولیزه توګه ۲۳۱ رسنۍ وتړل شوې او له ۶۴۰۰ څخه ډېرو خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

په راپور کې راغلي، چې ښځینه خبریالانې تر ټولو ډېرې ستونزې ولېدلې، چې له ۵ څخه څلور یې نور کار نکوي.

په هرو لس رسنیو کې له څلور ډېرې له منځه ولاړې او ۶۰ سلنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکيو نور د کار کولو واک له لاسه ورکړ.

د دغه راپور له مخې، د اوړي په پیل کې له ۵۴۳ شمېرل شويو رسنیو څخه یوازې ۳۱۲ د نومبر تر پایه هڅې روانې وساتلې.

دا په دې معنا، چې د افغانستان ۴۳ سلنه رسنۍ د درې میاشتو په موده کې له منځه ولاړې.

د کابل مرکزي سیمه، چې تر بل هر ځای یې رسنۍ ډېرې وې؛ په امن کې پاتې نشول. له هرو دوه رسنیو له یوې ډېرې ( ۵۱ سلنه) خپل شتوالی له لاسه ورکړ. د اګست له ۱۵ څخه مخکې د ۱۴۸ ثبت شویو رسنیو څخه، یوازې ۷۲ اوس هم کار کوي.

د سرچینې د راپور له مخې؛ د رسنیو د هڅو بندېدو یا کمېدو د رسنیو په سکتور کې د کارموندنې پر برخه لوی اغېز څرګند شو. د اګسټ د میاشتې په پیل کې د افغان رسنیو د ۱۰۷۹۰ کسانو (۸۲۹۰ نرینه او ۲۴۹۰ ښځې) یوازې ۴۳۶۰ (۳۹۵۰ نرینه او ۴۱۰ ښځې) یا له هرو لس رسنیو څخه څلور یې د دې سروې پر مهال کار کاوه.

سرچینې دا رامنځته شوی بدلون د افغانستان اسلامي امارت له لوري د نويو مقرراتو وړاندې کولو ته منسوب کړي.

دغه مقررات له خبريالانو غواړي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو ته تر پوښښ لاندې راپور وړاندې، چې بیا له هوکې وروسته د خپرولو وړتيا ومومي.

د بې پولې خبریالانو د ایران- افغانستان د میز مشر رضا معیني ویلي: د افغانستان د رسنیو د ورکېدو د مخ پر پورته حرکت د مخنیوي او د مطبوعاتو آزادۍ ته د درناوي یقیني کولو ته بېړنۍ اړتیا ده.

د خبریالانو خوندیتوب، د ښځینه خبریالانو برخلیک، د رسنیو قانون او خبرونو او معلوماتو ته د لاسرسي حق ټول هغه مهم مسایل دي، چې چارواکي باید له ځنډ پرته ورته لاسرسی ومومي. پرته له آزادو مطبوعاتو څخه، چې د بدې حکومتدارۍ د ناکامیو د افشا کولو وړتیا ولري. هیڅوک به دا ادعا ونه کړي، چې دوی له قحطۍ، بېوزلۍ، اداري فساد، د مخدره توکو له قاچاق او نورو هغو ناخوالو سره مبارزه کوي، چې افغانستان یې زیانمن کړي او د تلپاتې سولې مخه نیسي.

د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد بې پولو خبریالانو ته څرګنده کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت شريعت او اسلام ته درناوی د هېواد د لوړو ګټو د ساتنې لپاره په ټاکل شوي چوکاټ کې د رسنيو د آزادۍ ملاتړ کوي.

هغه دا هم وویل، چې حکومت غواړي له هغو رسنیو سره مرسته وکړي، چې فعالیت کوي دې کار ته دوام ورکړي او نورو سره د حل په موندلو کې مرسته وکړي، چې دوی بېرته خپل فعالیت پیل کړې. د نویو مقرراتو تر څنګ، د رسنیو خاوندان باید له نویو اقتصادي محدودیتونو سره مقابله وکړي. ډېريو رسنیو ملي او نړیوال تمویل ترلاسه کاوه، چې د اسلامي امارت ترلاسه کولو سره پای ته ورسید.

مجاهد ویلي: دغه رسنۍ تر هر څه ډېر د هغو هېوادونو لخوا، چې په افغانستان کې یې پوځي حضور درلود او تمویل ته یې لیوالتیا درلوده، اوس پای ته رسیدلي دي.

مجاهد د ډېرو رسنیو د له منځه تلو په اړه یادونه وکړه، چې د ډېرو رسنیو مسوول مدیران له هېواده تښتېدلي دي.

هغه ویلي، دې کار د دوی د رسنیو “له سقوط” سره مرسته کړې ده.

Trending

Exit mobile version