Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې ۶.۱ درجې زلزلې مړګ و ژوبله مخ پر ډېرېدو ده

Published

 on

(Last Updated On: چنګاښ ۲, ۱۴۰۱)

نن چارشنبه د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې شپې د ۶.۱ درجې زلزلې د رامنځته کیدو په اړه بیړنۍ غونډه تر سره شوه.

په دې بېړنۍ غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د وژل شويو کسانو له کورنيو سره دې نغدي مرستې وشي او ټپيان دې  درملنې ته ولېږدول شي.

چارواکو ته دا لارښوونه هم شوې، چې زیانمنو خلکو ته د خوراکي توکو، جامو، درملو او نورو اړینو توکو رسولو لپاره له ځمکني او هوايي ټرانسپورټ څخه کار واخیسل شي.

د پکتیکا او خوست له زلزله ځپلیو سره د اسلامي امارت مشرتابه د خواشینۍ په پیغام کې راغلي؛ له طبیعي پېښو سره د مبارزې بنسټ، اړوند مسوولین، واليان او عام افغانان دې له خپلو ټولو امکاناتو سره د پيښو ځای ته ځانونه ورسوي او د مرستې لاسونه دې وروغزوي.

د اسلاميۍ امارت مشرتابه له نړیوالې ټولنې، خیریه بنسټونو او ټولو بشرپالو نهادونو څخه هم غوښتي، چې له افغانانو سره په دغه ستر مصیبت کې لاس وکړي او له غم ځپلیو سره هرڅومره چې ممکنه وي خپلې مرستې ونه سپموي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې له افغانانو هر راز مرستې او ملاتړ ته چمتو دي.

یاد وزارت په ډاګه کړې، د پاکستان حکومت او خلک د افغانستان په پکتیکا ولایت او په شاوخوا سیمو کې د یوې غمجنې زلزلې له کبله د ځاني او مالي زیانونو او یو شمېر نورو ولایتونو کې د سختو سېلابونو له کبله د ژورې خواشینۍ او خواخوږۍ مراتب څرګندوي.

پاکستان دا هم ویلي، چې د دوی اړوند ادارې هڅه کوي، چې له افغانانو سره په همغږۍ کې اړینې مرستې وکړي.

دغه راز د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تویت کړی، چې په افغانستان کې د زلزلې له کبله د بې ګناه خلکو د مړېنې په اړه خواشینی شوی دی. د پاکستان خلک د خپلو افغان وروڼو په غم او درد کې شریک دي. اړوند چارواکي د اړتیا په دې وخت کې د افغانستان د ملاتړ لپاره کار کوي.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلسون هم ویلي: اروپایي اتحادیه وضعیت څاري او د اغېزمنو خلکو او ټولنو لپاره اروپايي ټولنه بېړنۍ مرستې همغږې کولو او چمتو کولو ته چمتو ده.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي، چې د لټون او ژغورنې عملیات روان دي او د اسلامي امارت د چارواکو لخوا رهبري کیږي.

دغه بنسټ زیاته کړې: له ملګرو ملتونو او بشردوستانه همکارانو څخه غوښتنه شوې، چې د طبیعي پېښو د مدیریت له ادارې سره د سمدستي اړتیاوو په ارزولو او ځواب ویلو کې مرسته وکړي.

د دوی د څرګندونو له مخې، د دغې ادارې بین الافغاني ارزونې ډلې له دې مخکې یو شمېر سیلاب ځپلیو او اغېزمنو سیمو ته ګمارل شوي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او بشردوستانه هېوادونو ډلې د دې ناورین له ټولو اغېزمنو خلکو سره ژوره خواخوږي څرګندوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تائید کړې، چې له ملي دفاع وزارت سره په همغږۍ کې د سیمه ییزو قطعاتو منسوبین د زلزلې تر ټولو زیانمنو سیمو ته رسېدلي او ټپیان روغتونونو ته لېږدوي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي؛ زلزلې په زرګونه کورونه او حتا څو کلي ویجاړ کړي. د پکتیکا د برمل په ولسوالۍ کې زیاتره ښځې او ماشومان تر نړیدلو کورنو لاندې شول او مړه شوي دي.

د اسلامي امارت د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د چارشنبې تر غرمې پورې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې یوې سختې زلزلې ۹۲۰ تنه مړه کړي او له ۶۰۰ ډېر ټپیان دي.

تازه خبرونه

نړۍ دې د سر د خطر تر نامه لاندې افغانانو ته پناه نه‌ورکوي – متقي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۰, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سې شنبې پر ورځ ( د غبرګولي نهمه) د بهرنیو چارو وزارت د خواخوږۍ په یوه پروګرام کې څرګنده کړې، چې په هېواد کې امنیت خوندي دی او افغانان باید له خپل هېواده ونه‌وځي.

امیرخان متقي په بلغاریا کې پر قاچاقي لاره د وژل شویو افغانانو له کورنیو سره په کتنه کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د خلکو د ژوند، مال او عزت ساتونکی دی او هیڅ وګړی باید د نظام د بدنامولو له پاره بهر ته د تلو دوسیې جوړې نه‌کړي.

په دې کتنه کې امیرخان متقي له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان د حکومت او خلکو پر وړاندې خپل بندیزونه پای ته ورسوي.

هغه څرګنده کړې: نړۍ بايد د افغانستان استعدادونو، کدرونو او وياړونو ته زيان ونه‌رسوي او له افغانستان څخه دې د کدرونو او کاري ځواک د ایستلو هڅې ودروي.

امیرخان متقي له هېوادوالو په ځانګړي توګه له ځوانانو وغوښتل، چې په افغانستان کې پاتې شي او بهر ته پر قاچاقي لارو خپل ژوند له خطر سره مخ نه‌کړي.

امیرخان متقي په دې باور دى، چې په هېواد کې اسلامي امارت  ته زياتې ستونزې نړيوالې ټولنې جوړې کړي او په افغان ولس یې بندزونه لګولي دی.

د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې ټول هېوادوال بهر ته د تګ لپاره آزاد دي؛ خو بهر ته د رسېدو لپاره باید د نظام د بدنامولو لپاره دوسیه جوړه نکړي.

هغه له نړۍ هم وغوښتل، چې نور ظلم مه کوئ، شل کاله جګړه بس ده، بې شمېره افغانان یې شهیدان کړل.

دغه راز د دې غونډې یو شمېر ګډونوالو ويلي، چې ډېري ځوانان د انساني قاچاقبرانو په لومه کې لویږي او له خطرناکو لارو بهر ته وځي.

په بلغاریا کې د یوه افغان قرباني د کورني غړی له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي، چې د انساني قاچاقبرانو د فعالیتونو مخه ونیسي.

تېره اوونۍ د هغو ۱۸ افغانانو مړي، چې په بلغاریا کې پر قاچاقي لاره مړه شوي وه؛ د اسلامي امارت له لوري کابل ته رالېږدېدلي او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کندهار کې د قطر لومړي وزیر او د اسلامي امارت مشرتابه د بندو دروازو تر شا خبرې کړي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۰, ۱۴۰۲)

یوې سرچینې رویترز خبري آژانس ته ویلي، چې د قطر لومړي وزیر په روانه میاشت کې د افغانستان د اسلامي امارت له مشرتابه سره په کندهار ولایت کې له نړیوالې ټولنې سره د کړکیچ د اواري په اړه د بندو دروازد تر شا خبرې کړې دي.

د غوایی پر ۲۲ / د می پر ۱۲ د افغانستان په جنوبي ښار کندهار کې د قطر د لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د اسلامي امارت د مشرتابه شیخ هبةالله آخوندزاده تر منځ دا ناسته له یوه بهرني مشر سره د لیدنې لومړۍ غونډه ده.

یوې سرچینې رویترز ته ویلي، چې د امریکا ولسمشر جو بایدن ته د دې خبرو په اړه معلومات ورکړ شوي او پر ټولو مسلو د همغږۍ له مخې د خبرو پر دوام بحث شوی دی.

سرچینې، چې د نوم  نه ښودلو پر شرط  په ډاګه کړې: په دې خبرو کې د نجونو پر زده‌کړو او کار د بندیز پای ته رسولو

له نړیوالې انزوا څخه د افغانستان د وتلو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د بشري ناورین د مخنوي په اړه خبرې کړې دي. .

دا غونډه د قطر لپاره یو دیپلوماتیک بریالیتوب څرګندوي، چې د نړیوالې ټولنې لخوا له کابل سره د ژورې ښکېلتیا د هڅولو لپاره د خپلو اوږدمهاله اړیکو په بهیر کې پر ښځو لګېدلي بندیزونه تر نیوکې لاندې راولي.

رویترز راپور ورکړی؛ دا څرګندونې ښیي، چې واشنګتن د دغه بندیز لرې کولو ته پوره لیواله دی، چې ورسره به بشري او مالي ناورین هم پای ته ورسیږي.

سپینې ماڼۍ د دې خبرو په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت او په واشنګتن کې د قطر سفارت په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.

اسلامي امارت هم تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د لوړو زده‌کړو وزارت او افغان پوست ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۰, ۱۴۰۲)

د لوړو زده کړو وزارت، آریانا افغان هوايي شرکت او د افغان پوست شرکت  تر منځ دا سې هوکړه لیک لاسلیک شوی،چې له مخې به یې لهدې وروسته ټول هېوادوال او په ځانګړي توګه محصولین و کولی شي د لوړو زدهکړو وزارت اړو ند اسناد او مدارک د افغان پوست له لارې ترلاسه کړي.

دغه راز د دغې هوکړې له مخې هېوادوال کولی شي، چې له دې وروسته په آریانا هوایي شرکت کې د سفر تکتونه هم د افغان پوست له سیمه‌ییزو دفترونو تر لاسه کړي.

د لوړو زده‌کړو وزارت مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ له‌دې وروسته به د هېواد په ټولو ولایتونو کې د افغان پوست له لاري محصلین او نور هغه کسان، چې د لوړو زده‌کړو له وزارت سره اداري کارونه ولري کولی شي د هېواد له هرې برخې څخه د افغان پوست له لارې خپلې اړتیاوې پوره کړي.

د لوړو زده‌کړوزارت چارواکو دا هم ویلي، چې د افغان پوست له لارې د کارونو له تر سره کېدو سره به په کارونو کې روڼتیا او چټکي رامنځته شي.

د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم څرګنده کړې: په دې هوکړه کې زمونږ ځانګړې پاملرنه محصلینو، استادانو او هر هغه چا ته ده، چې د لوړو زده‌کړو په وزارت پورې اړوند وي؛ اسانتیا رامنځته کړو.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ رییس نجیب الله حقاني ویلي؛ مونږ هڅه کوو، چې د هېواد په ټولو برخو کې هېوادوالو ته خدمات پراخه او د افغان پوست او لوړ زده‌کړو وزارت نوې هوکړه به هېوالو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د آریانا افغان هوايي شرکت او د پاسپورت ریاست مسوولینو، چې په دې ناسته کې ونډه د رلوده وايي، چې له افغان پوست سره له اړیکو د دوی په خداماتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلي او هڅه کوي، چې هېوادوالو ته د منظمو خدمتونو د رسولو لړۍ نوره هم پرا خه کړي.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس رحمت الله آغا ویلي: له دې هوکړې وروسته ټول هېواد وال کولی شي د دا خلي او بهرنيو سفرونو تکتونه پرته له دې، چې کابل ته راشي؛ په خپلو سیمو کې د افغان پوست له لارې تر لاسه کولی شي.

د پاسپورت رییس مولوي عبدالکریم حسیب څرګنده کړې: مونږ د پاسپورتونو په برخه کې له افغان پوست سره لفه دې مخکې کار پیل کړی وو او په کارونو کې مو چټکتیا او روڼتیا دواړه رامنځته شوي دي.

د افغان پوست ریاست مسوولینو هم د دې هوکړي پر مهال ویلي، چې په دې شرکت کې اوس د دې ځواکمنتیا شته، چې د هېوادوالو کوم خدمات د لوړو زده‌کړو وزارت اړوند وي؛ د دوی له خوا به هېوادوالو ته په اسانۍ وړاندې شي.

د افغان پوست رییس رحمت الله مکي ویلي: زمونږ اداره د پخوا پر پرتله ډېره غښتلي شوي؛ عوایدو مو لوړ شوي او د لوړو زده‌کړو وزارت نوې هوکړه به نور هم د دې ادارې په خدماتو کې زیاتوالي رامنځته کړي.

د افغان پوست ریاست مسوولینو څرګنده کړې، چې پر لوړو زده‌وکړو او آریانا افغان هوايي شرکت سربېره د پاسپورت، برښنا بیلونه، دعدليې وزارت، بهرنیو چارو وزارت اړوند خدمات هم وړاندي کوي. دغه راز د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته هم خدمات لري او ورځ تر بلي يې افعالیتونه د پراختیا په حال کې دي. 

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!