نړۍ

په امریکا کې د واورو او توپان له کبله زرګونه الوتنې وځنډېدې

Published

on

د امریکا د ختیځ او جنوب ختیځ په اړوند ساحلي سیمو کې له سختې یخنۍ سره توپان او د واورو او اورښتونو له کبله څه باندې ۲۷۰۰ الوتنې ځنډېدلي دي.

د الوتنو څارنې ادارې څرګنده کړې؛ د شنبې پر ورځ (د مرغومي ۳ ) له ۲۷۰۰ څخه ډېرې الوتنې وځنډول شوې او له ۶۴۰۰  څخه زیاتې الوتنې ترسره نشوې.

د جمعې پر ورځ له پېنځه زره ډېر پروازونه ونشول.

د NBC نیوز د څرګندونو له مخې؛ د شنبې له سهار راپدیخوا د سیاتل – تاکوما نړیوال هوایی ډګر کې د خرابې هوا له کبله له ۱۳۰ ډېرې الوتنې ونشوې.

يو شمېر مسافرو یادې خبري سرچینې ته ويلي، چې هوایي ډګر ته له راتلو مخکې خبر نه و ورکړ شوی.

سړې هوا په ټول هېواد کې د برښنا سیستمونه هم تر فشار لاندې نیولي دي.

د برښنا څارنې څانګو په ډاګه کړې، چې په امریکا کې یو اعشاریه اته میلیون کورونه، د کار او کسب سوداګریز بنسټونه د شنبې له سهاره برښنا نلري.

د برښنا ډېري شرکتونه له پېرودونکیو څخه غواړي، چې د لویو وسایلو پر کارولو او د غیر ضروري څراغونو پر بندولو برښنا خوندي کړي.

دغه راز د رسنیو د راپورونو له مخې، په ټول هېواد کې رامنځته شوې سړې څپې ترافیکي پېښې رامنځته کړي، چې له کبله یې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او سلګونه کسان په واورو پوښل شویو سړکونو کې بند پاتې دي.

د امریکا نړیوال بدلون څېړنیز پروګرام څرګنده کړې؛ په تېرو ۷۰ کلونو کې د ژمي د توپانونو شمېر او شدت ډېر شوی دی.

د چاپېریال ساتنې د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا حالت یو څه د اقلیم د بدلون له کبله رامنځته شوی دی؛ ځکه، چې د ځمکې له تودوخې سره سم هوا ته ډېرې اوبه تبخیریږي، چې د اورښت لامل کیږي.

Trending

Exit mobile version