تازه خبرونه

په اوکراین کې د افغانستان چورلکې قانوني نه رغیږي – روسی شرکت

Published

on

د روسي چورلکو شرکت(ام آی ـ ۱۷ وي ـ ۵) خبر ورکړی، چې د اوکرایني شرکتونو لخوا د روسي چورلکو رغول به د افغان او امریکایي سرتېرو ژوند زیانمن کړي.

دغه شرکت په ډاګه کړې: د اوکرایني شرکتونو لخوا د روسي چورلکو رغول قانوني ندي او د هغو افغان او امریکایي سرتېرو ژوند په خطر کې اچوي، چې دا چورلکې کاروي.

د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ د افغان ځواکونو دوه (ام آی ـ ۱۷ وي ـ ۵) چورلکې د رغولو لپاره اوکراین ته استول شوي دي.

د یاد شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې وروسته به د دغو چورلکو مسوولیت د دوی پرغاړه نه وي.

روسي شرکت زیاته کړې؛ تر دې دمه د دغو چورلکو خپلې پرزې او تجهیزات اوکراین ته استول شوي ندي؛ ځکه، نو رغونه یې قانوني نده.

روسي شرکت دا هم ویلي، چې دوی په اوکراین کې د ناقانونه شرکتونو د هڅو نوملړ هم خپور کړی دی.

د افغانستان هوایی ځواک او اړوند چارواکو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version