تازه خبرونه
په بانکونو کې د خلکو سپماوې زیاتې شوې – د افغانستان بانک
د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیقالله خالد د دغه بانک د عالي شورا په غونډه کې ویلي، چې د سپماوو زیاتوالی د بانکي سکټور د ثبات د پیاوړتیا او د هېواد پر بانکي نظام د خلکو د باور د زیاتېدا ښکارندوي کوي.
د افغانستان بانک ويلي، سږ کال په بانکونو کې د خلکو د سپماوو کچه لوړه شوې او د هېواد په بانکي سکټور کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیقالله خالد د دغه بانک د عالي شورا په غونډه کې ویلي، چې د سپماوو زیاتوالی د بانکي سکټور د ثبات د پیاوړتیا او د هېواد پر بانکي نظام د خلکو د باور د زیاتېدا ښکارندوي کوي.
په دې غونډه کې د هېواد د پولي سیاستونو، د بانکي سکټور د وضعیت، د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا، د برښنايي بانکدارۍ د پراختیا او مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د زیاتېدا په اړه بحث او څېړنه شوې ده.
دغه راز خالد د اغېزمنو پولي سیاستونو پر پلي کولو، د بانکي سکټور د اوسني وضعیت پر ارزونه، د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا لپاره د هڅو پر دوام او مالي خدمتونو ته د خلکو د پراخ لاسرسي د زمینې پر برابرولو ټینګار کړی دی.
هغه د افغانیو د ارزښت او ثبات په اړه ویلي؛ افغانۍ په تېر یوه کال کې سره له دې، چې د نړۍ له اقتصادي ننګونو سره مخ وه، د سیمې او نړۍ د ډېرو اسعارو پر پرتله خپل ثبات ساتلی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا وضعیت د افغانستان بانک د سنجول شویو او موخو لرونکو پولي سیاستونو د پلي کولو پایله ده.
#آریانانیوز #افغانستان #دافغانستانبانک #بانکيسکټور #افغانۍ #بانکداري