سیمه ییز خبرونه

په بدخشان ولایت کې د طبیعي ډبرو او منرالونو د پروسس او پلور مرکز جوړ شو

Published

on

په بدخشان ولایت کې د لومړي ځل لپاره د صنایعو او کانونو خونه او همدارنګه د طبیعي ډبرو او منرالونو د پروسس او پلور مرکز جوړ شو.

د اقتصاد وزارت د چارسمبالی قاري دين محمد حنيف پر مشرۍ یو پلاوي د صنایعو او کانونو خونې او د قیمتي ډبرو د پروسس او پلور د مرکز د پرانستلو په موخه بدخشان ته تللی دی.

قاري دين محمد حنيف وايي؛ په تېرو کلونو کې ميلياردونه ډالر بیځایه لګول شوي او هیڅ داسې کار ندی شوي، چې افغانستان له اقتصادي انحصاره خلاص کړي.

دی وايي، چې افغانستان هر کال یوازې د برښنا له درکه ۳۴۰ میلیون ډالره نورو هېوادونو ته ورکوي. د دغه مرکز له جوړېدو څخه مو موخه ملي او نړیوالو بازارونو ته د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو چمتو کول او پروسس کول دي.

د اقتصاد وزارت چارسمبالي قاري دین محمد حنیف د دغه مرکز د پرانېستې پر مهال څرګنده کړه: سره له دې، چې په تېرو کلونو کې میلیونونه ډالر افغانستان ته راغلل؛ خو افغانستان له اقتصادي انحصاره خلاص نشو او هیڅ بنسټیز کار ندی شوی.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې اجرائیوي مشر رحیم الله سمندر ويلي، چې بدخشان لسګونه ډوله قیمتي ډبرې او طبیعي کانونه لري، چې د دغه مرکز له جوړېدو سره به قیمتي ډبرې پروسس او په ملي او نړیوالو بازارونو کې به پلور ته وړاندې شي.

د بدخشان خلک هم هیله لري، چې د دغه مرکز له جوړیدو او د طبیعي زیرمو په ځانګړي توګه د قیمتي ډبرو استخراج سره به دوی ته د کار او روزګار ډاډمنه زمینه هم برابره شي.

بدخشان ولایت د طبیعي زیرمو له پلوه بډای ولایت دی، چې په تېرو څو لسیزو کې سیمه ییز چارواکي د دغو زیرمو په ناقانونه استخراج او بهرنیو هېوادونو ته پر قاچاق تورن شوي دي.

Trending

Exit mobile version