تازه خبرونه
په بدخشان کې له ۱۰۰۰ ډېر افغان سرتېري تاجکستان ته اوښتي دی – راپور
د راپورونو له مخې؛ پرون یکشنبه د چنګاښ ۱۳ په بدخشان کې د طالبانو له بریدونو وروسته له ۱۰۰۰ ډېر افغان امنیتي او دفاعي سرتېري تاجکستان ته اوښتي دي.
آکیپرس څرګنده کړې، چې دغه سرتېري له هغې وروسته وتښتیدل، چې طالبانو د خووهان، شکاي، نوسي ، مایمي، شغنان او اشکاشم ولسوالۍ ونیولې.
یادې سرچینې زیاته کړې، چې د امنیتي ځواکونو ۱۰۳۷ کسان تاجکستان ته اوښتي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ هم ۳۰۰ افغان سرتېري له وسلوالو طالبانو سره له سختې جګړې وروسته تاجکستان ته اوښتي وه.