تازه خبرونه
په بغلان ولایت کې څلور پولیس وژل شوي
د بغلان پولیس وايي، چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د پلخمري د خواجه الوان او د لقه یي د کلیو د پولیسو پر پوستو د وسلوالو طالبانو په برید کې ۱۰ وسلوال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د بغلان د پولیسو د رسنیو خبرپاڼې تائید کړې، چې په دې پېښو کې څلور سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د بغلان د ولایتي شورا غړې میرمن شاجان ایوبي څرګنده کړې، چې د طالبانو په بریدونو کې شپږ امنیتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
طالبانو پر اړوند سیمو د برید مسوولیت ته غاړه ایښې ده.