تازه خبرونه
په بغلان کې د چرګانو دوه فارمونه جوړ شول
د بغلان په دوو ولسوالیو کې د چرګانو د ساتنې د فارمونو لومړني کارونه د اتو میلیون افغانیو په ارزښت تر سره شوي دي.
د کرنې او مالدارۍ ادارې مسولین وایي، دا پروژه بېوزلو ښځو ته په پام کې نیول شوې او ټاکل شوې د کرنې وزارت څه باندې څلوېښت میلیونه افغانۍ د چرګانو د ساتنې په برخه کې بغلان ته ځانګړې کړي.
د کرنې وزارت د مرکزي بغلان او دوشي ولسوالیو، په شمال ختیځ زون کې د مالدارۍ د ملي پروګرام له لارې د چرګانو د ساتنې دوولس فارمونه جوړوي چې د مسولینو په وینا د دې پروژې لومړني کارونه بشپړ شوي دي.
په شمال ختیځ زون کې د کرنې وزارت د مالدارۍ د پروژې مسول محمدغلام ملاخېل وایي چې د دې پروژې په تطبیق سره دغو دوو ولسوالیو کې د بېوزلو ښځو اقتصادي ستونزې لرې کېږي.
ملاخېل زياتوي: “که د چرګانو د ساتنې دغه پروژه بغلان کې نتیجه ورکړي، هوډ لرو چې ټولو ولایتونو کې یې تطبیق کړو.”
تازه خبرونه
چین او قطر د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي
د قطر بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه د هغو ګډو نړیوالو هڅو د پیاوړتیا پر لارو چارو راوڅرخېده، چې موخه یې په افغانستان کې د امنیت او ثبات ښه کول دي.
د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي یو شیائویونګ د خپل سفر پر مهال د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي سره ولیدل او دواړو لوریو د افغانستان پر وروستیو بدلونونو بحث او خبرې وکړې.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه د هغو ګډو نړیوالو هڅو د پیاوړتیا پر لارو چارو راوڅرخېده، چې موخه یې په افغانستان کې د امنیت او ثبات ښه کول دي.
په دې لیدنه کې الخلیفي ټینګار کړی، چې قطر د شخړو د سولهییزو حل لارو ملاتړ کوي او په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا هڅې هڅوي.
قطر په وروستیو کلونو کې د افغانستان په چارو کې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه لرلې، چې په کې د افغان چارواکو او بهرنیو هېوادونو د استازو په ګډون د خبرو اترو کوربهتوب هم رانغاړي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره د «بشپړې ملګرتیا» د رامنځته کولو په حال یوو – روسیه
د روسیې یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي ویلي؛ مسکو له اسلامي امارت سره د «بشپړې ملګرتیا» د رامنځته کولو په حال کې دی او د سیمې له نورو هېوادونو غواړي، چې له کابل سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.
د اینټرفاکس خبري آژانس د راپور له مخې؛ د روسیې د امنیت شورا منشي سرګې شویګو په قرغزستان کې د شانګهای همکاریو ټولنې ناستې ته ټینګار کړی، چې مسکو له کابل سره همکاري د سیمهییز امنیت او پرمختګ لپاره مهمه ګڼي.
شویګو زیاته کړې؛ روسیه د اسلامي امارت له چارواکو سره «عملپاله خبرې اترې» لري، چې د امنیت، سوداګرۍ، کلتوري تبادلو او بشري مرستو برخې رانغاړي.
هغه همداراز د افغانستان په اړه د شانګهای همکاریو ټولنې د تماس ډلې د بیا فعالولو وړاندیز کړی، چې د افغانستان د اړوند مسایلو لپاره ورسره سیمهییزه همغږي پیاوړې شي.
روسي چارواکي د امنیتي اندېښنو له کبله له افغانستان سره نږدې همکاري اړینه بولي.
د یادونې ده، چې روسیې د یوازني هېواد په توګه اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلی دی.
تازه خبرونه
د برښنا شرکت مسوولانو او په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
د برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د ۵۰۰ کیلوولټ برښنالېږد مزي پر طرحې، نوي کېدونکې انرژۍ پراختیا او د افغانستان انرژۍ پراخو پانګیزو فرصتونو بحث وشو او دواړو لوریو د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
-
تازه خبرونه4 days agoجاپان افغانانو ته د زدهکړې نوي بورسونه اعلان کړل
-
سوداگري4 days agoآریانا افغان هوایي شرکت له صادراتو څخه د ملاتړ لپاره د کابل- ډیلي د کارګو بیې راټیټې کړې
-
تازه خبرونه3 days agoایران د امریکا د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره خپلې الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي- راپور
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان او ازبکستان د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days agoد رویترز او ایپسوس نظرپوښتنه: ډېری امریکایان له ایران سره د جګړې موخې ناڅرګندې ګڼي
-
نړۍ2 days agoله ایران سره د امریکا د جګړې لګښتونه ۲۹ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي – پنټاګون
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې لوږه زیاته شوې؛ ښځې او ماشومان له ټولو ډېر زیان ویني – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه4 days agoعبدالسلام حنفي په لوګر کې راستنېدونکو ته د څه باندې زر نمرو له وېش خبر ورکړ

