سوداگري

په بلخ ولایت کې د یوه صنعتي پارک د بنسټ ډبره کېښودل شوه

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۶, ۱۴۰۲)

د یکشنبې پر ورځ (د لیندۍ ۵ نېټه) د بلخ د صنعتي پارک د بنسټ ډبره د دغه ولایت د دولتي چارواکو او خصوصي سکتور د استازیو په شتون کې کېښودل شوه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس له خصوصي سکتور سره د اسلامي امارت پر ملاتړ د ټینګار ترڅنګ څرګنده کړه: د ستونزو د حل لپاره هڅې کیږي او دا ډول پروژې د هېواد د پرمختګ لپاره پلي کیږي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د صنعتي پارکونو عمومي رییس سید محمد نعیم محمدي د دغه پارک د ځمکې د سپارلو او د دغه پارک د جوړېدو د پیل له کبله له مسوولینو د مننې ترڅنګ له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې په دغه پارک کې پانګونه وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ويلي، په بلخ ولایت کې د صنعتي پارک د جوړولو لپاره د دغه وزارت له‌خوا څه باندې څلور زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې او په لومړي پړاو کې به د دغه وزارت له‌خوا په ۲۴۴ جریبه ځمکه کې یو صنعتي پارک جوړ شي. د دغه صنعتي پارک د بنسټ ډبره د ۲۰ میلیون افغانیو پر لګښت د ۳ اعشاریه ۶ کیلومتره استنادي دیوالونو او ۱۰ کیلومتره سړک د جوړولو لپاره کېښودل شوه، چې چارې به یې په راتلونکیو شپږ میاشتو کې بشپړې شي.

دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي په هلمند ولایت کې دوه صنعتي ښارګوټي پرانستي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې پر خپرولو څرګنده کړې، چې نورالدین عزیزي د دغو ښارګوټو د پرانیستلو په مراسمو کې د افغانستان پر صنعتي کېدو ټینګار وکړ.

په هلمند ولایت کې پر ۱۷۵ جریبه ځمکه د بست صنعتي ښارګوټي او پر دوه زره جریبه ځمکه ملي صنعتي ښارګوټي جوړیږي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي زیاته کړې: په هېواد کې د صنعتي ښارګوټو پرانیستل، د افغانستان له وارداتي اقتصاد څخه پر صادراتي انحصاري اقتصاد بدلول د اسلامي امارت د اقتصادي سیاست له لومړیتوبونو څخه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي کندهار ولایت ته سفر کړی او هلته یې له تولیدي فابریکو لیدنه کړې ده.

 

Trending

Exit mobile version