تازه خبرونه
په بلخ کې یو نظامي ډاکټر او د هغه موټر چلوونکی وژل شوي
د بلخ پولیس وایي، چې نن سهار(دوشنبه د وري ۲۳) د ۲۰۹ شاهین قول اردو د روغتون مشر ډاکټر محمد صالح صمیم له خپل موټر چلوونکي سره د ناڅرګندو وسلوالو په برید کې وژل شوي دي.
د بلخ پولیسو ویاند عادل شاه عادل ویلي، چې پېښه د مزارشریف د پنځمې ناحې د فردوسي په څلورلارې کې هغه مهال رامنځته شوه، چې وسلوالو د ډاکټر صالح صمیم پر موټر ډزې وکړې.
شاهین ۲۰۹ قول اردو منلې؛ نن سهار شاوخوا ۶:۵۰ د ۵ ناحیې اړوند د کارته فردوسې د خالقداد ښوونځي ته نږدې د ملي اردو یو رنجر موټر تر برید لاندې راغلی؛ د دې قول اردو سرطبیب ډاکټر صالح محمد صمیم او موټر چلونکی یې وژل شوي دي.
پولیسو ويلي، چې بریدکوونکي وسلوال له سیمې تښتیدلي؛ خو پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.
طالبانو د دغې پېښې موسوولیت منی دی.