تازه خبرونه

په بهسود ولسوالۍ کې د رانسکورې شوې چورلکې د ۹ قربانیانو غچ اخیستل کیږي -غني

Published

on

(Last Updated On: کب ۳۰, ۱۳۹۹)

ولسمشر غني په ډاګه کړې، چې د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د رانسکورې شوې چورلکې د ۴ پیلوټانو او ۵ سرتېرو د وینو غچ اخیستل کیږي.

حکومت ویلي، چې د میدان وردګ په بهسود ولسوالۍ کې د ملي اردو چورلکه د عليپور وسلوالو رانسکوره کړې ده.

ولسمشر د پېښې د قربانیانو له خپلوانو سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې دا پېښه نه هیریږي او د قربانیانو د وینو غچ به واخیستل شي.

ولسمشر او د وسلوال ځواک اعلی سر قومندان اشرف غني وایي: د شهداوو د وینو غچ اخیستل کیږي؛ ځکه، چې هغو په هېواد ژغورنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی له دلیل پرته پرې برید شوی دی.

ویل کیږي، چې په دې پېښه کې ځینې امنیتي ځواکونه بهسود ولسوالۍ ته تللي دي، چې د عليپور پر ضد عملیات وکړي. که څه هم حکومت پدې اړه په رسمي بڼه څه ندي ویلي.

دغه راز  د ملي امنیت شورا سلاکار له امنیتي بنسټونو سره په یوه خبري ناسته کې ویلي؛ د عليپور او طالبانو تر منځ توپیر نشته.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي: د نامسووله وسلوالو ډلو وسلوالې هڅې د منلو ندي؛ ټول خلک کولی شي د خاورې ساتنې لپاره د امنیتي ځواکونو لیکو ته راودانګي.

ملي دفاع وزارت نوي چارسمبالي یاسین ضیا په ډاګه کړې، چې چورلکه د عليپور د وسلوالو لخوا رانسکوره شوې او د دې کړنې ځواب به ورکړ شي. د دغو اغرادو او طالبانو تر منځ توپیر نشته.

ملي دفاع وزارت وایي، چې چورلکه د امنیتي ځواکونو د ټپيانو او وژل شویو د لیږد لپاره بهسود ته تللې وه.

قومندان علي پور له ځینو رسنیو سره په خبرو کې منلې، چې چورلکه د ده افرادو ویشتې.

هغه ویلي، چې چورلکې غوښتل ملکیان پر نښه کړي.

د ایراني رسنیو په راپور کې د عالیپور د څرګندونو له مخې راغلي: کله، چې چورلکې د جنګ او د خلکو د وژلو لپاره راشي او پر توغندیو او راکټونو پر مجاهدینو برید وکړي؛ دا پدې معنی نده، چې مونږ به یې په غاړه کې ګلان واچوو. جګړه ده یا به وهي او یا به خوري.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر امنیتي او سیاسي سلاکار محمد محقق ویلي؛ د میدان وردګ په بهسود ولسوالۍ کې د وروستیو اوونیو پېښې د حکومتي ځواکونو او د قومندان علیپور سره تړلیو کسانو ته درنده مرګ ژوبله اړولې. هغه له دولت غوښتي، چې د زور په کارولو کې بیړه ونکړي او دا مسله په سوله ییز ډول حل کړي.

Trending

Exit mobile version