تازه خبرونه
په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۰زره یتیمو ماشومانو روزنه او پالنه کیږي
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي زیاته کړې؛ د یتیمانو او بېسرپرستو ماشومانو روزنه او پالنه د دوی له لومړیتوبونو څخه ده او له واکمنېدو راوروسته یې په ټولو ولایتونو کې د بېسرپرستو او یتیمو ماشومانو د پالنې مرکزونه جوړ کړي دي.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند ويلي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۰ زره یتیمانو او بېسرپرسته ماشومانو روزنه او پالنه روانه ده او دغه راز یې په ۱۴ ولایتونو کې د بېسرپرستو او یتیمو نجونو د روزنې له فعالیتونو هم خبر ورکړی دی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي زیاته کړې؛ د یتیمانو او بېسرپرستو ماشومانو روزنه او پالنه د دوی له لومړیتوبونو څخه ده او له واکمنېدو راوروسته یې په ټولو ولایتونو کې د بېسرپرستو او یتیمو ماشومانو د پالنې مرکزونه جوړ کړي دي.
ابراهیمي وایي: «د نجونو لپاره ټولې اداري، تدریسي او مراقبتي پرسونل ښځې دي او هڅه کېږي، چې د هغوی لپاره یو خوندي کاري چاپېریال هم برابر شي.»
نوموړي ویلي: «د اسلامي امارت له راتګ وروسته په ټولو ولایتونو کې روزنتونونه فعال شوي، چې په کې له لس زره ډېر بېسرپرسته او یتیم ماشومان تر روزنې او پالنې لاندې دي. د ښوونې او روزنې ترڅنګ ورته د خوراک، څښاک، روغتیا آسانتیاوې هم برابرې شوې دي.»