تازه خبرونه
په تخار کې ۱۵ پاڅونوال او سیمه ییز پولیس وژل شوي
د تخار ولایتي چارواکو ویلي، چې د طالبانو په یوه برید کې ۱۵ پاڅونوال او سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.
د دې ولایت د ولایتي شورا غړي محمد اعظم افضلي په ډاګه کړې، چې طالبانو تېره شپه د تخار ولایت په نمک آب او چاه آب ولسوالیو کې د پاڅونوالو او سیمه ییزو پولیسو پر اووه پوستو ډله ییز بریدونه کړي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې بریدونو کې د امنیتي ځواکونو ۱۵ کسان وژل شوي، ۱۰ ټپیان دي او طالبانو څلور پوستې نیولي دي.
سیمه ییز چارواکي مني، چې پر اړوند پوستو بریدونه شوی؛ خو د ځاني زیانونو په اړه له پوره څرګندونو خبر ندي.
د تخار والي ویاند څرګنده کړې، چې د تېرې شپې په بریدونو کې کومه پوسته له لاسه نده وتلې، سیمه ییزو پولیسو او پاڅونوالو ته زیان رسیدلی؛ خو پوره شمېر یې تر دې دمه په ډاګه شوی ندی.
د یادونې ده، چې پاڅونوال د سیمې له اوسیدونکیو جوړ شوي؛ د طالبانو پر ضد یې وسله راپورته کړې او د امنیتي ځواکونو تر څنګ جنګیږي.