سیمه ییز خبرونه
په تهران کې لسګونه زره کسانو د علي خامنهيي په جنازه کې ګډون وکړ
ګډونوالو، چې تورې جامې یې اغوستې وې او د ایران بیرغونه یې په لاسونو کې نیولي وه، د علي خامنهيي او د هغه د زوی مجتبی خامنهيي انځورونه هم له ځان سره لېږدول.
لسګونه زره کسانو د شنبې پر ورځ د تهران په مصلای بزرګ کې د ایران د رهبر علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې و چې د امریکا او اسرائیل لهخوا د ایران پر ضد د جګړې په پیل کې وژل شوی و؛ ګډون وکړ.
ګډونوالو، چې تورې جامې یې اغوستې وې او د ایران بیرغونه یې په لاسونو کې نیولي وه، د علي خامنهيي او د هغه د زوی مجتبی خامنهيي انځورونه هم له ځان سره لېږدول.
د خامنهيي د جنازې مراسم د هغه د مړینې په تړاو د یوې اوونۍ د ماتم د پروګرام برخه ده، چې ایراني چارواکو ترتیب کړی دی. د هغه تابوت، چې یوه ورځ د ایراني لوړپوړیو چارواکو او بهرنیو پلاویو د درناوي لپاره په ځانګړي ځای کې اېښودل شوی و؛ د شنبې پر ورځ په یوه ښیښهییز پوښ آزاد نندارې ته وړاندې شو. د هغه د لور، زوم، ناوې او ۱۴ میاشتني لمسي تابوتونه هم ورسره اېښودل شوي وه.
تر اوسه د مجتبی خامنهيي، چې د خپل پلار تر وژل کېدو وروسته یې د ایران رهبري پر غاړه اخیستې او ویل کېږي په همدې برید کې ټپي شوی هم دی؛ هیڅ تازه انځور یا عامه حضور نهدی ثبت شوی.
د مراسمو پر مهال ماتم کوونکو سینهوهله او د «مرګ پر امریکا» په ګډون یې شعارونه ورکول.
د مراسمو یوه ګډونوال آرش رحیمي رویټرز خبري آژانس ته ویلي:« ټول هغه کسان، چې دلته راغلي، د خپل رهبر د وینې د غچ اخیستو لپاره راغلي دي. لکه څنګه، چې زمونږ رهبر ویلي وه؛ مونږ له امریکا سره د وینې حساب لرو او زمونږ اړیکې به هېڅکله هم ورسره ښې نهشي.»
دا مراسم په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ جګړه د لنډمهالي اوربند له اعلان وروسته درېدلې ده. ایراني چارواکي دغه هوکړه د اقتصادي لاستهراوړنو لپاره زمینه او د خپلې بریا نښه بولي.
دغه راز د اکسیوس خبري اوبپاڼې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د سولې خبرې د جنازې د مراسمو له کبله د یوې اوونۍ لپاره ځنډېدلې دي.
د راپور له مخې، ټرمپ ویلي: امریکا کولی شول د جنازې په مراسمو کې د ایران ټول مشران «په یوه برید کې» پر نښه کړي؛ خو دا کار یې ونه کړ، ځکه په هغه صورت کې «د خبرو لپاره به څوک نهپاتې کېدل.»
ټرمپ د ماتم د مراسمو د انځورونو په اړه هم ویلي، چې د ځینو ایرانیانو ژړا ته حیران شوی؛ ځکه ده ګومان کاوه خلک له خامنهيي کرکه لري او زیاتوي:« ښايي دا اوښکې رښتینې نهوي.»
په ارمنستان کې د ایران سفارت د دغو څرګندونو په غبرګون کې پر ایکس لیکلي:« تاسې دا موضوعات نهشئ درک کولی؛ ځکه نه تمدن لرئ، نه تاریخ او نه هم شرافت.»
د جګړې پر مهال له درې زره ډېر کسان، چې یو شمېر لوړپوړي سیاسي چارواکي او پوځي قومندانان هم په کې ول؛ ووژل شول او د ایران بنسټیزو او پوځي تاسیساتو ته پراخ زیانونه واوښتل. په مقابل کې ایران هم په سیمه کې د امریکا پوځي اډې پر نښه کړې او د هرمز تنګي د کنټرول له لارې یې د نړۍ د تېلو د بیو په لوړېدا کې رول ولوباوه.
د تهران او واشنګټن ترمنځ د لنډمهالې هوکړې له مخې، د ایران میلیارډونه ډالر کنګل شوې شتمنۍ آزادې شوې او د مالي بندیزونو یوه برخه هم ځنډول شوې ده.
ایراني چارواکو ویلي، چې له تهران وروسته به د علي خامنهيي جسد قم، بیا د عراق نجف او کربلا او وروسته مشهد ته ولېږدول شي او په پای کې به د شیعهګانو د یوه امام د زیارت ترڅنګ خاورو ته وسپارل شي. چارواکي تمه لري، چې په راتلونکو ورځو کې به میلیونونه کسان د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.