تازه خبرونه

په تورخم کې د افغان او پاکستانيو سرحدي ځواکونو ترمنځ لنډمهاله اوربند وشو

په تیرو دوه اوونیو کې د ډزو شدیدې تبادلې شوي، چې له کبله یې لږترلږه یو کس وژل شوی دی.

Published

on

د تورخم سرحدي لار تېره میاشت د پاکستان لخوا د یوې نوې پوستې د جوړولو په اړه له شخړې وروسته وتړل شوه او اوس د پاکستان رسنیو راپور ورکړ، چې پوله به د خبرو اترو تر راتلونکي پړاو پورې تړلې پاتې وي.

په تیرو دوه اوونیو کې د ډزو شدیدې تبادلې شوي، چې له کبله یې لږترلږه یو کس وژل شوی دی.

په سلګونه خلک هم په پوله کې بند پاتې دي او سوداګرو ته په میلیونونه زیانونه اوښتي دي؛ ځکه، چې لارۍ پاکستان او افغانستان ته د تېریدو وس نلري.

اناتولي خبري سرچینې د یوه پاکستاني چارواکي د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د یکشنبې پر ورځ (د کب نولسمه) سرحدي ځواکونو له اوونیو جګړو وروسته په تورخم کې پر دوه ورځني اوربند هوکړه وکړه.

په راپور کې راغلي، چې په تېرو دوه اوونیو کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی؛ څو نور ټپیان دي او د دواړو خواوو سلګونه کورنۍ د جګړو له کبله بې ځایه شوې دي.

یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي د نوم د نه ښودلو پر شرط اناتولي خبري سرچینې ته خبرې ورکړی، چې دا هوکړه د تورخم په پوله کې د دواړو خواوو د قومي مشرانو له یوې جرګې وروسته رامنځته شوې ده.

د افغانستان استازیتوب د قبایلي مشرانو د ۳۵ کسیزې پلاوي لخوا شوی دی.

اناتولي راپور ورکړی؛ دواړو خواوو هم هوکړه وکړه، چې د خبرو اترو تر راتلونکي پړاو پورې د پولې په دواړو غاړو کې “هر ډول” ساختماني کارونه ودروي.

اړوند خبرې اترې د چارشنبې لپاره ټاکل شوې دي.

دغه راز اناتولي ته ویل شوي؛ احتمال لري، چې پوله د خبرو اترو له دوه‌یم پړاو وروسته بېرته پرانیستل شي.

تورخم د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۸ لارو څخه یو ده، چې ګڼه ګوڼه لري.

شاوخوا ۱۰ زره خلک، چې په ټولیزه توګه افغانان دي؛ هره ورځ د پاکستان په سرحدي سیمو کې د طبي درملنې او د ژوند د ګټلو لپاره له دې لارې کار اخلي.

Trending

Exit mobile version