تازه خبرونه

په تورخم کې د پاکستان او افغان سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه

په تورخم کې تېره شپه شاوخوا دوه ساعته د پاکستانیو او افغان سرحدي ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.

Published

on

د یکشنبې پر شپه په تورخم کې د افغانستان او پاکستان سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه.

په تورخم کې تېره شپه شاوخوا دوه ساعته د پاکستانیو او افغان سرحدي ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست ويلي؛ نښته له هغې وروسته پيل شوه، چې د پاکستان ځواکونو لومړی پر افغان ځواکونو بريد وکړ.

سرچینې زیاته کړې: “پاکستانیانو له څو ورځو راپدېخوا د جګړې لپاره چمتووالی نیولی و او رسنیو ته یې هم بلنه ورکړې وه، چې د برید پړه پر افغان لوري واچوي.”

په نښته کې د مرګ او ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي.

په هرصورت، د تورخم پوله د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي له کبله له تېرو ۱۰ ورځو راپدېخوا تړل شوې ده.

د دواړو خواوو چارواکو د یکشنبې پر ورځ د خبرو اترو لپاره سره ولیدل؛ خو د لارې د خلاصولو لپاره یوې هوکړې ته په رسېدو کې پاتې راغلل.

د پاکستان لوري ډان نیوز ته ویلي، چې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو غړو ماسپښین مهال په صفري برخه کې سره ولیدل؛ دواړو خواوو خپل دریځونه وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ، چې د موجوده پولې په جوړښت کې د هر ډول بدلون په اړه پخوانیو پروتوکولونو ته درناوی وشي.

په سلګونه افغانان د توخم دواړو لوریو ته بند پاتې دي. په داسې حال کې، چې د توخم بندېدا سوداګرو؛ په ځانګړي توګه هغو کسانو ته، چې تازه محصولات لیږدوي پوره زیانونه اړولي دي.

Trending

Exit mobile version