روغتيا

په تورخم کې راستنیدونکو افغانانو ته د روغتیایي خدماتو پر پراختیا ټینګار وشو

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د بېړني غبرګون او چمتووالي، د راستنېدونکو لپاره د روغتیایي خدماتو د پراخولو او د موجوده ستونزو د حل په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.

Published

on

د عامې روغتیا وزارت ويلي، چې د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رییس امینالله شریف پر مشرۍ له تورخم څخه راسیتنېدونکو افغانانو ته د روغتیايي خدمتونو د پراخولو په اړه یوه ناسته تر سره شوې، چې په کې د روغتیا نړیوالې ټولنې، یونیسف، پلې کوونکي بنسټ جک JAC او د یو شمېر نورو موسسو استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د بېړني غبرګون او چمتووالي، د راستنېدونکو لپاره د روغتیایي خدماتو د پراخولو او د موجوده ستونزو د حل په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.

همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د روغتیایي مرکزونو او روغتیایي کارمندانو شمېر دې ډېر شي، چې د راستنېدونکو روغتیایي ستونزې بخپل وخت حل شي.

دغه راز د افغان سرې میاشتې ټولنې ويلي، چې په تېره اوونۍ کې یې له پاکستان څخه جبري ایستل شویو شاوخوا ۲۰۰۰ افغان کډوالو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

دې بنسټ زیاته کړې، چې چمتو شوي خواړه هم هره ورځ ۱۵۰۰ راستنېدونکو ته وېشل کیږي.

ویل کیږي، چې هره ورځ پاکستانی اړوند چارواکي زرګونه افغانان جبري اوباسي. د جبري ایستلو د روان پړاو له پیل راپدېخوا ۱۷ میندو په سرحدي روغتیايي مرکزونو او بېړنيو زېږنتونونو کې خپل ماشومان زیږولي دي.

Trending

Exit mobile version