ساینس او ټیکنالوژي
په تویتر کې د سیاسي خبرتیاوو بندیز لرې شو
تویتر د خپلې پخوانۍ پالیسۍ پر بدلولو څرګنده کړې، چې له دې وروسته تویتر سیاسي اعلاناتو ته اجازه ورکوي.
د راپورونو له مخې تویتر ویلي، چې دوی به په امریکا کې د هیله بښونکیو خبرتیاوو لپاره خپله خبرتیایي پالیسي نرمه او دغه راز به له تلویزیوني او نورو رسنیزو خبرتیاوو سره د سیالۍ ډګر ته راودانګي.
تویتر په ۲۰۱۹ کال کې پر سیاسي اعلاناتو بندیز ولګاوه او له هغه وروسته یې د ټولنیزو شبکو اړوند اعلانونه محدود کړل او د فیسبوک په څېر نورې ټولنیزې رسنۍ هم د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په اړه په خپلو پالیسیو کې د ناسمو معلوماتو د خپرولو له کبله تر نیوکې لاندې راغلې.
د تویترد هغه وخت اجرائیوي مدیر جیک دورسي د دې پرېکړې د اعلان په وخت کې ویلي وه: مونږ باور لرو، چې سیاسي پیغام باید پخپله د اوریدونکیو د نظرونو د جذبولو وړتیا ولري، نه دا، چې هغه واخیستل شي.
له هغه وخته، چې ایلان ماسک تویتر اخیستی؛ یو لړ ډېر محدودیتونه یې لرې کړي او اړوند هڅې ورسره پراخه شوې دي.
