سیمه ییز خبرونه

په تېرا کې له ۳۰ زیات ملکي وګړي بمبارډ او ووژل شول

د پاکستان د ولایتي شورا غړي عبدالغني افریدي په سیمه کې د LS-6 بم ټوټو په ګډون داسې شواهد وړاندې کړي، چې ښیي برید جنګي جټ الوتکو ترسره کړی دی.

Published

on

پر تېرا دره د پاکستان د هوايي ځواکونو په هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۳۰ څخه زیات ملکي وګړي ووژل شول.

د پاکستان د ولایتي شورا غړي عبدالغني افریدي په سیمه کې د LS-6 بم ټوټو په ګډون داسې شواهد وړاندې کړي، چې ښیي برید جنګي جټ الوتکو ترسره کړی دی.

د پاکستان امنیتي ځواکونو تېره ورځ دا پېښه د تحریک طالبان پاکستان د چاودېدونکو توکو د چاودنو له کبله ګڼلې وه.

په داسې حال کې، چې دوه امنیتي چارواکو – د موضوع د حساسیت له کبله د نوم نه ښودلو پر شرط ویلي، چې چاودنې د وسلوالو پر پټنځای کې د مهماتو په زیرمو کې رامنځته شوې دي.

د سیمې اوسیدونکو راپور ورکړی، چې پاکستانيو جنګي الوتکو څلور کورونه بمبارډ کړي دي.

ځايي اوسیدونکو د دوشنبې پر ورځ ویلي وه، چې د یکشنبې پر شپه ناوخته د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د پاکستان په شمال لویدیځ کې د چاودنو له کبله لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي وه.

د چاودنو لامل اوس هم ناڅرګند دی.

رویټرز راپور ورکړی، چې د پوځ د عامه اړیکو څانګې د تبصرې غوښتنو ته ځواب ندی ویلی.

پوځ په سیمه کې ډېری وخت عملیات کوي او هغه وسلوالې ډلې پر نښه کوي، چې له پولې هاخوا حرکت کوي.

چارواکو ویلي، چې دا پېښه د خیبر ولسوالۍ په لرې پرتې تېرا دره کې شوې او سلګونه اوسیدونکي یې د قربانیانو د جنازې له مراسمو مخکې لاریون ته اړ کړل.

د خیبر پښتونخوا ایالتي وزیر علي امین ګنډاپور دا مرګونه “غمجن او د غندلو وړ” وبلل او وایي، چې په ترهګرۍ ضد عملیاتو کې ملکي تلفات “د منلو وړ ندي”.

په دې څرګندونه کې د رامنځته شوې پېښې ماهیت روښانه شوی ندی او نه هم مسوول کسان پر ګوته شوي دي.

 د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ سیمه‌ییزو سرچینو تائید کړې، چې څلور وسلوال په یوه ویجاړ شوي کور کې اوسېدل.

د سیمې د اوسیدونکي محمد علي شینواري د څرګندونو له مخې؛ پاتې قربانیان ملکي وګړي وه، چې لږ تر لږه ۱۲ یې ماشومان دي.

شینواري رویټرز ته ویلي: “د نږدې کلیو خلک د شپې په نیمایي کې د پېښې ځای ته ورغلل او له کنډوالو څخه یې جسدونه راوویستل.”

د پښتونخوا وزیر اعلی دفتر د هر وژل شوي ملکي وګړي لپاره د ۱۰ میلیون پاکستانيو روپیو (۳۵ زره ۳۰۰ ډالرو) معاوضه اعلان کړې. که څه هم دا یې ندي ویلي، چې څومره ملکي وګړي وژل شوي دي.

خیبرپښتونخوا د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان په شمال لویدیځې قبایلي سیمه کې موقعیت لري؛ له اوږدې مودې راپدېخوا د اسلامپالو وسلوالو ډلو لپاره یو قوي مرکز دی، چې غواړي دولت نسکور او د حکومتولۍ خپل نظام پلي کړي.

وسلوالو په وروستیو اوونیو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات کړي، چې وروستۍ بېلګه یې د سپټمبر د دیارلسمې دوه بریدونه دي، چې له کبله یې ۱۹ سرتېري وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version