تازه خبرونه

په تېرو درې میاشتو کې ۴۵۰ زره افغان کډوال ایستل شوي – ایران

Published

on

د ایران د کډوالو چارو ادارې رییس جواد خاني ويلي، په تېرو درې میاشتو کې ۴۵۰ زره افغان کډوال افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.

جواد خاني زیاته کړې؛ د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو بهیر د روان کال په اسد میاشت کې پیل شوی او دا لړۍ روانه ساتل شوې ده.

نوموړي د ایران رسمي خبري آژانس تسنیم ته ویلي، چې دغه کډوال په ناقانونه توګه ایران ته داخل شوي وه.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ۹۲ سلنه کډوال د تهران، سیستان او بلوچستان، خراسان رضوي، قُم، کرمان، یزد، فارس او البرز په ولایتونو کې ژوند کوي.

هغه زیاته کړې؛ اټکل کېږي، چې په دغو ولایتونو کې شاوخوا څلور میلیون قانوني اتباع هم اوسېږي.

جواد خاني څرګنده کړې، چې تر اوسه پورې د مهاجرو لپاره يو ميليون الکترونيکي تذکرې صادرې شوي دي.

په دې وروستیو کې د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې په دغه هېواد کې شاوخوا پېنځه میلیون افغان کډوال ژوند کوي.

Trending

Exit mobile version