د هوا حالاتو بدلونونه

په جنوبي کوریا کې له سختو بارانونو ۴۰ کسان مړه شوي

Published

on

که څه هم د ژغورنې کارکوونکي په کورونو او موټرو کې د ځمکې له ښویېدنې څخه د ژوندي پاتې کسانو لټون کوي؛ خو سختو بارانونو او سیلابونو د پرله‌ پسې نهه ورځو راپدیخوا د جنوبي کوریا مرکزي او جنوبي سیمې وځپلې.

ویل کیږي، چې دا په جنوبي کوریا کې د روان کال تر ټولو ویجاړوونکی توپان دی.

د اسوشیتید پرس د څرګندونو له مخې، په دغه هېواد کې د جولای له نهمې نېټې راپدیخوا سخت بارانونه پیل شوي؛ لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه، ۳۴ ټپیان او له ۱۰ زره ډېر وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ تر ټولو ډېر زیان د جنوبي کوریا په مرکزي او جنوبي سیمو کې رامنځته شوی دی.

د چیونګجو په مرکزي ښار کې د غوټه کوونکیو په ګډون سلګونه ژغورونکیو له خټو څخه په ډک تونل کې د ژوندي پاتې کسانو لټون کوي؛ د یوه بس په ګډون شاوخوا ۱۵ موټر په سیلابونو کې بند پاتې ول، چې ممکن د شنبې پر ماښام په څو دقیقو کې له تونله پر وتلو بریالي شوي نه‌دي.

دغو ویجاړیو د هېواد ولسمشر یون سوک یول خبرداري ته اړ کړ او وایي، چې اقلیمي بحران د هوا غیر عادي حالت رښتینی کړی دی.

ویل کیږي، چې غیر معمولي هوا د اقلیم له بدلون سره تړاو لري او هیڅوک د هغې مخه نیولی نه‌شي.

Trending

Exit mobile version