سیمه ییز خبرونه
په خیبرپښتونخوا کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي
دا پېښه د یکشنبې پر ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت د سوات ولسوالۍ د کبل په سیمه کې رامنځته شوې ده.
پاکستاني چارواکو ویلي، د خیبرپښتونخوا ایالت د پولیسو یوه مرکز ته نږدې په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.
دا پېښه د یکشنبې پر ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت د سوات ولسوالۍ د کبل په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د چاودنې پر مهال په سیمه کې د پولیسو پر ملاتړ د ځايي اوسېدونکو یوه غونډه روانه وه؛ خو اوس هم څرګنده نهده، چې د برید اصلي موخه همدا غونډه وه که نه.
د سیمې د پولیسو یوه چارواکي فدا حسین رویټرز ته ویلي، په دې چاودنه کې پېنځه پولیس سرتېري او اته ملکي وګړي وژل شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، څوارلسم وژل شوی ښايي بریدګر وي.
پولیسو ویلي، په دې برید کې لږ تر لږه ۱۸ کسان نور هم ټپیان شوي دي.
پولیسو زیاته کړې؛ د هغو کسانو د نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي، چې ښايي په دې برید کې لاس ولري.
د پاکستان لومړي وزیر محمد شهباز شریف په یوه خبرپاڼه کې د دې چاودنې له کبله خپله «ژوره خواشیني او خواخوږي» څرګنده کړې ده.