تازه خبرونه

په درواز کې یوه ښځه د«مخربو او فرصت‌طلبو کسانو» پر ډزو وژل شوې

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه وزارت د اګست پر دیارلسمه ماښام د تاجکستان د بدخشان د خودمختار ولایت د درواز ولسوالۍ د دشتک کلي د یوې ښځې له وژل کېدا پر خواشینۍ خبر شوی دی.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان د درواز په اړوند سیمه کې د یوې ښځې پر وژل کېدا خواشیني څرګنده کړې او څرګندوي، چې دغه پېښه د افغانستان او تاجکستان ترمنځ له سرحدي سیمې څخه د «مخربو او فرصت‌طلبو کسانو» د ډزو له کبله رامنځته شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه وزارت د اګست پر دیارلسمه ماښام د تاجکستان د بدخشان د خودمختار ولایت د درواز ولسوالۍ د دشتک کلي د یوې ښځې له وژل کېدا پر خواشینۍ خبر شوی دی.

بلخي د بهرنیو چارو وزارت له لوري د قربانۍ کورنۍ او د تاجکستان خلکو ته د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

هغه زیاته کړې، په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې ځینې«مخرب او فرصت‌طلب کسان» د افغانستان د بدخشان ولایت په ځینو برخو کې د ګډوډۍ رامنځته کولو هڅه کوي، چې دا کار د سیمې پر امنیت او ثبات او د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د باور پر فضا منفي اغېز کولی شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د امنیت، ثبات، ښه ګاونډیتوب او د هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوي ته ژمن دی او هیچاته به اجازه ورنه‌کړي، چې د افغانستان له خاورې د ګډوډۍ او امنیت د خرابولو لپاره کار واخلي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد د هوايي حریم د نقض او په درواز سیمه کې د یوې ښځې د وژل کېدا له ادعا وروسته افغان چارواکو ته اعتراضي یادښت استولی دی.

تاجکستانۍ رسنۍ«آسیا-پلاس» راپور ورکړی، چې دوشنبې له افغانستان څخه غوښتي، چې د تاجکستان د دولتي پولو خوندیتوب ته درناوی وکړي او د ورته پېښو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.

Trending

Exit mobile version